یوې افغانې میرمن په بریتانیا کې د اسیا د بریالیو ښځو جایزه وګټله

اطلاعات روز: د بشري حقونو یوې افغانې فعالې، حمیرا رضايي، په بریتانیا کې د ۲۰۲۲ کال د اسیا د بریالیو ښځو جایزه وګټله. دا جایزه د تیرو ۲۳ کلونو راهیسې د یوه برتانوي بنسټ لخوا د «آسیایي ښځو د لاسته راوړنې جایزه» تر نوم لاندې هغو اسیایي میرمنو ته ورکول کیږي چې په برتانوي ټولنه کې فعالې دي.

سږکال له شپږو ښځو ترمنځ حمیرا رضايي د ټولنیزو او بشري حقونو په برخه کې دا جایزه ګټلې ده.

اغلې رضايي اطلاعات روز ورځپاڼې ته وویل چې د هغې فعالیتونه د افغان ښځو په ملاتړ او د تاوتریخوالي پر وړاندې د هزاره ټولنې په دفاع متمرکز دي.

دغې افغانې میرمنې زياته کړه، چې د طالبانو په لومړي دور کې افغانستان کې وه او په ٢٠٠٦ کال کې بریتانيا ته لاړه. هغه اوس د بریتانیا تبعه ده.

نوموړې وايي، د بشري حقونو فعاليتونه ځکه ترسره کوي، چې پخپله یې د طالبانو له خوا د ښځو له حقونو څخه سرغړونې او د هزاره ګانو پر وړاندې د تاوتريخوالي پیښې تجربه کړي دي.

طالبانو په دویم ځل واکمنیدو سره لا هم ښځو ته د کار کولو او تر شپږم ټولګي پورته نجونو ته د زده کړو اجازه نه ده ورکړې.