اطلاعات روز: کاپیسا کې ځايي سرچینې خبر ورکوي چې د دې ولایت په حصه اول ولسوالۍ کې « مقاومت جبهې» د طالبانو پر یوه پوسته برید کړی چې په وینا یې په دې برید کې دوه طالبان وژل شوي دي.
سرچینه وایي، دغه برید تېره شپه (یکشنبه، ۲۹ د غبرګولي) ناوخته شاوخوا ۱۱:۳۰ بجې د حصه اول ولسوالۍ اړوند د «غفارخېلو» په سیمه کې د طالبانو پر یوه پوسته شوی دی.
د سرچينې په وينا، په دغه بريد کې درې طالبان ټپيان شوي هم دي.
سرچينه ادعا کوي، چې طالبانو له بريد وروسته نن سهار (دوشنبه، ۳۰ د غبرګولي) يو شمېر ځاييخ خلک نيولي دي.
د کاپیسا سیمه ییزو طالبانو تر اوسه په دې اړه څه نه دي ویلي.