انځور: ټولنیزې رسنۍ

دوه طالبان په کابل کې د «مقامت جبهې» په چریکي برید کې ووژل شول

اطلاعات روز: کابل کې یوه معتبره سرچینه وايي، په دې ولایت کې د احمد مسعود په مشرۍ د « مقاومت جبهې» وسله والو په چریکي برید کې لږ تر لږه دوه طالبان وژل شوي او دوه نور ټپیان شوي دي.

یوې سرچینې اطلاعات روز ورځپاڼې ته وویل چې دا برید تېره ورځ (دوشنبه، ۳۰ د غبرګولي) ماښام د کابل په کارته نو سیمه کې شوی دی.

سرچينه وايي، دغه بريد وروسته له هغه ترسره شو، چې طالب ځواکونو د دوشنبې په سهار د کارته نو سیمې اوسیدونکو هغه کورونه چې «پنجشیریان» پکې اوسیدل تلاشي او یو شمیر کسان یې ونیول.

په همدې حال کې اطلاعات روز ته په را رسیدلې ویډیو کې ښکاري چې د شپې په تیاره کې په رنجر کې سپاره طالبان په ډزو ویشتل کېږي.

هغه کس چې دا ویډیو کې کړې د تېرې ورځې تاریخ ته اشاره کوي او وايي چې دوی د احمد مسعود په مشرۍ د «مقاومت جبهې» د چریکي ځواکونو غړي دي.

خو یوې بلې سرچینې ویلي چې له برید وروسته د طالبانو اته میله وسلې د «مقاومت جبهې» ځواکونو لاس ته ورغلي دي.

وسله والو طالبانو تر اوسه په دې اړه څه نه دي ویلي او نه هم د مقاومت جبهې تر اوسه په رسمي ډول د دغه برید مسوولیت په غاړه اخیستی دی.