اطلاعات روز: هلمند کې د طالبانو سيمه ييز چارواکي وايي، په دې ولايت کې په يوې ترافيکي پيښه کې یو کس مړ شوی او څلور نور ټپیان دي.
هلمند کې د طالبانو د اطلاعات او کلتور ريیس حافظ راشد وايي، دغه پیښه نن (پنج شنبه، ۲ د چنګاښ) د سنګین ولسوالي په «څاروان» کلا سیمه کې رامنځته شوې ده.
نموړی زیاتوي، یاده ترافیکي پیښه کې هغه پلاوي ته مرګ ژوبله اوښتې چې له کابل څخه د کجکي بند برق ارزولو په موخه دې ولسوالۍ ته تللي وو.
هغه نه دي ويلي چې دغه پلاوی د کوم ارګان لخوا څخه په سيمه کې د بریښنا ارزولو په موخه سفر کړی و.
دا په داسې حال کې ده چې په دې وروستيو کې د هلمند په ګډون په جنوبي ولایتونو کې د ترافیکي پیښو ګراف لوړ شوی او ډیر خلک پکې ژوند له لاسه ورکوي.