د کندهار ژیړۍ ولسوالۍ کې یو اتلس کلن ځوان ځان زندۍ کړی

اطلاعات روز: کندهار کې طالب مسوولین وایي، د دې ولایت په ژیړۍ ولسوالۍ کې يو اتلس کلن ځوان د کورني تاوتريخوالي له کبله ځان زندۍ کړی دی.

د ژیړۍ ولسوالۍ له پاره د طالبانو ولسوال مولوي اختر محمد اطلاعات روز ورځپاڼې ته وويل، تېره ورځ (جمعه، ۳ د چنګاښ) د مرتضی په نوم يو اتلس کلن ځوان د کندهار ولايت د ژیړۍ ولسوالۍ په «پساو» کلي کې وروسته له هغه ځان وژنه کړې چې له خپل ورور سره يې لفظي شخړه کړې.

د ده په وينا چې دغه ځوان اتلس کاله عمر درلود او د ژیړۍ ولسوالۍ د پساو کلي د بلوڅانو په سيمه کې يې ځان وژنه کړې ده.

ژیړۍ کې د طالبانو ولسوال زیاتوي، ياد کس د کورني تاوتريخوالي له امله ځان ځړولی او وروسته يې ساه ورکړې ده.

دی وايي، د دغه اتلس کلن ځوان او د مشر ورور تر منځ يې لفظي شخړه رامنځ ته شوې او وروسته ياد کس ځان په خپل اتاق کې ځړولی دی.

د يادونې وړ ده چې تر دې وړاندې هم کندهار کې د مکتب يو تن زده کوونکي د کورنۍ تاوتريخوالي له امله ځان وژنه کړې وه.