نیمروز کې ۶۰۰ کورنیو ته خوراکي توکي وویشل شول

اطلاعات روز: نیمروز کې طالب چارواکي وایي، د دې ولایت په چهار برجکي، خاشرود او دلارام ولسوالیو کې یې ۶۰۰ کورنیو ته خوراکي توکي ویشلي دي.

په نيمروز کې د طالبانو د طبيعي پيښو پروړاندې د مبارزې ریيس مولوي محمدقاسم محمدي وايي، چې د چهار برجکې ولسوالۍ له ۳۰۰ بې وزله کورنیو سره، چې مخکې سروې شوې وې د خوراکي توکو مرسته کړې.

هغه وايي چې هرې اړمنې کورنۍ ته ۵۰ کیلو اوړه، ۱۰ کیلو وریجې، دوې بستې مالګه، شپږ کیلو لوبیا او پنځه کیلو بوره ورکول شوه.

دغه راز د دغه ولايت په خاشرود او دلارام ولسواليو کې هم د طالبانو د کډوالو او بیرته راستنيدونکو چارو رياست لخوا ۳۰۰ اړمنو کورنيو  سره مرستې شوي دي.

 نيمروز کې د طالبانو د کډوالو او بیرته راستنېدونکو چارو رییس مولوي صديق الله نصرت وايي، د چین هیواد لخوا مرسته شوې وریجې یې، بې وزلو، کونډو یتیمانو او د شهیدانو کورنیو ته ویشلي دي.

پر طالبانو نيوکي دي چې هغه مرستې چې د دوی لخوا پر اړمنو ویشل کېږي او واک یې د طالبانو سره وي دوی يې پر خپلو کسانو ويشي او اړمنو کورنيو ته يې نه ورکوي.