ارزګان کې د هېواد زلزله ځپلو له پاره د مرستو راټولولو کمپاین پېل شو

اطلاعات روز: ارزګان ولايت کې د پکتيکا او خوست ولايتونو له زلزله ځپلو کورنیو سره د مرستو راټولولو کمپاین پېل شو.

ارزګان کې د طالبانو د اطلاعاتو او فرهنګ ریاست يوه مسوول حکمت الله حکيمي ددغه کمپاین د پیل پر مهال وويل، چې دوی د خوست او پکتيکا ولايتونو د زلزلې قربانیانو له پاره د مرستو راټولولو دغه درې ورځنی کمپاین په لار اچولی دی.

هغه وايي په پېل شوي کمپاين کې به لومړی د عامو خلکو څخه زلزله ځپلو ته دمرستې غوښتنه کوي او په دوهم پړاو کې به دولتي ادارو ته ورځي او له هغو څخه به هم مرستې ترلاسه کوي.

نوموړی وايي ټول افغانان يو د بل ورونه دي او باید هر افغانان په سختو حالاتو کې د بل افغان لاس نیوی وکړي.

د حکيمي په خبره راټولې شوې مرستې به په پوره امانتدارۍ تر زلزله ځپلو کورنیو پورې ورسوي.

دا په داسې حال کې ده چې تردې مخکي هم د هیواد په یو شمیر نورو ولایتونو زلزله ځپلو سره د مرستو راټولولو کمپاینونه ترسره شوي دي.

تېره اونۍ د چهارشنبې سهار وختي د ریختر په کچه د ۵.۹ درجې زلزلې د پکتیکا او خوست ولایتونه ولړزول. طالبانو په یاده زلزله د مړو شمیر زر او د ټپيانو شمیر څه باندې ۱۵۰۰ تنه اعلان کړی دی.