د پکتیا، پکتیکا او خوست زلزله ځپلو ته د ننګرهار میشتو د مرستو کاروان حرکت وکړ

اطلاعات روز: ننګرهار کې د ځوانانو له لوري د پکتیکا، پکتیا او خوست ولایتونو زلزله ‌ځپلو کورنیو ته د راټولو شویو مرستو د وېش لپاره يوې اووه کسيزې کمیټې یاد ولایتونو ته حرکت پېل کړ.

 د يادې کمېټې مشر عطاالله خوګیاڼي نن (سه شنبه، ۷ د چنګاښ) اطلاعات روز ورځپاڼې ته وویل، چې تر دې دمه یې څلور میلیونه افغانۍ راټولې کړي او په شفاف ډول به یې په زلزله‌ ځپلو خلکو ووېشي.

نوموړی وایي چې د دغې کمپاين روزمره مرستې چې دوی سره کيدې هره ورځ يې ارقم له هېواد والو سره شريک کړي او په وېش کې هم د شفافيت ډاډ ورکوي. 

په ورته وخت کې ننګرهار ولايت د طالبانو د اطلاعاتو او کلتور ریيس له ځوانانو مننه وکړه چې د ننګرهار د ولسونو مرستې یې راټولې کړي او ترې غوښتنه یې وکړه چې خپلو زلزله ځپلو هېوادوالو ته دې په شفاف ډول ورسوي.

تېره اونۍ د چهارشنبې سهار وختي د ریختر په کچه د ۵.۹ درجې زلزلې د پکتیکا او خوست ولایتونه ولړزول.

طالبانو په یاده زلزله د مړو شمیر زر او د ټپيانو شمیر څه باندې ۱۵۰۰ تنه اعلان کړی دی.

افغانستان کې د زلزلې وروسته د قربانیانو سره د مرستې له پاره یو شمیر بهرني هیوادونو خپلې مرستې پکتیا او خوست ته رسولي او په کور دننه هم په ډیری ولایتونو کې د مرستو راټولولو کمپاینونه پېل شوي دي.