کندهار کې ښځینه واکسیناتورانې: طالبانو د پولیو په درې ورځني کمپاین کې د ګډون اجازه نه ده راکړې

اطلاعات روز: کندهار ولايت کې ښځينه واکسيناتورانې وایي، چې طالبانو ورته د پوليو په درې ورځني کمپاين کې د کار کولو اجازه نه ده ورکړې.

له دندې دغه شړل شوې ښځېنه کارکوونکې اوس د خراب اقتصادي وضعيت څخه سر ټکوي.

د پوليو يوې ښځېنه کارکوونکې اطلاعات روز ته وويل، طالبانو له دندې ګوښه کړي او پر ځای يې خپل کسان ګمارلي دي.

نموړې زياتوي چې د دوی شمېر سلګونه ښځو ته رسېږي او اوس ټولې پر کور ناستې دي.

د پوليو واکسين دغه کارکوونکې وايي، اقتصادي حالت يې دومره خراب دی چې په خپل کور کې د خوړلو له پاره د يوه وخت ډوډۍ هم نه لري.

دغه واکسيناتوره زیاتوي، د طالبانو حکومت د دې پر ځای چې ورته د کار زمينه برابره کړي له دندې يې شړي.

د هغې په خبره، چې طالبانو پر دوی تورونه لګولي چې ګواکې تاسو د خلکو له کورونو معلومات را ټولوئ.

د پوليو يوې بلې ښځېنه کارکوونکې چې نه یې غوښتل نوم يې ياد شي اطلاعات روز ته وویل، طالبانو له وظيفې جواب کړې او اوس نشي کولای کار وکړي.

دا وایي، د دفتر له لوري يې ورسره اړيکه نيول شوې او ورته ويل شوي چې نور د پوليو واکسين په برخه کې وظيفه نه شي اجرا کولای.

دې وويل خاوند يې په تېرو جګړو کې له لاسه ورکړی او اوس مهال د کورنۍ سرپرستي په غاړه لري.

کندهار کې چې د تېرې یکشنې په ورځ د پولیو واکسین کمپاین پېل شوی، د دې ولایت روغتیايي مسوولين وايي د دغه کمپاين پر مهال به لسګونه زره تر پنځو کلونو کم عمره ماشومان واکسين شي.