زابل کې نهه روغتیايي مرکزونه ګټې اخیستنې ته وسپارل شول

اطلاعات روز: زابل کې روغتیايي مسوولین د دغه ولايت په بېلابېلو سیمو کې د نهه بابه روغتیايي مرکزونو د جوړېدو خبر ورکوي.

زابل کې د طالبانو د عامې روغتیا رییس ډاکټر عبدالحکیم حکيمي اطلاعات روز ته وويل، ياد روغتيايي مرکزونه د مرکز قلات په شمول د دې ولايت په یو شمیر ولسواليو کې جوړ شوي.

دی وايي، دغه روغتيايي مرکزونو د YHDO موسېسې له لوري جوړ او ګټې اخيستنې ته وسپارل شول.

د نوموړي په وينا، چې د دې روغتيايي مرکزونو په جوړېدو سره به د ښار او ولسواليو خلک په ډیرې اسانۍ سره صحي خدماتو ته لاس رسی ولري او په دغه ولايت کې به د ناروغيو ګراف هم راټيټ شي.

ډاکټر حکيمي زياتوي چې دا روغتيايي مرکزونه په مرکز قلات، شاه جوی، ارغنداب، شملزی، شينکي، دای چوپان په ولسواليو کې جوړ شوي.

په همدې حال کې بیا د زابل اوسېدونکي د روغتيا مرکزونو له‌ بې کيفيته خدماتونو څخه شکايت کوي.

دوی وايي، کوم درمل چې بايد ناروغانو ته ورکول شي د روغتيايي مرکزونو مسوولين يې په بازارونو کې پلوري او دوی ته يې کې نه ورکوي.

دا په داسې حال کې ده چې تر دې وړاندې په دغه ولايت کې د روغتيايي خدمتونو له نه شتون څخه ډېر کله ناروغان اړ کېدل څو مرکز قلات او کندهار ولايت ته د درملنې له پاره لاړ شي.