انځور: ارشیف

د پکتیکا اوسېدونکي: کابل کې دې په جوړیدونکې ناسته کې ملي مسایل یاد شي

اطلاعات روز: په پلازمینه کابل کې د طالبانو له لوري جوړېدونکې غونډه چې ګډونوال به یې تر ډېره دیني عالمان او قومي مخور وي په ځینو مسایلو خبرې کوي.

دغې غونډې ته که څه هم د هیواد له مختلفو ولایتونو ځوانان او ښځې نه دي بلل شوي خو د پکتیکا ولایت اوسېدونکي غوښتنه کوي، چې د غونډې ګډون وال دې په ملي مسایلو بحث وکړي.

د دوی په خبره چې د طالبانو حکومت ملي ګټو ته په نه پاملرنې ځینې مسایل شاته غورځولي چې له امله یې د طالبانو د حکومت او عامو خلکو ترمنځ ورځ تر بلې واټن زیاتیږي.

د مرکز ښرنې یو تن اوسېدونکي داود جان خاکسار اطلاعات روز ته وویل، چې دوی له دغه غونډې تمه لري تر څو په ټولنه کې شته ستونزو ته د پای ټکی کېښودل شي.

هغه وايي: «مونږ په کابل کې د دیني عالمانو غونډې ته ډېر امېدونه لرو او په دې تمه یو، چې په دغه غونډه کې به داسې پرېکړې وشي تر څو د ولس له غوښتنې سره سمې او هغوی ته د منلو وړ وي. اوس چې مونږ ګورو حکومت تر اوسه داسې لوی کار نه دی تر سره کړی چې د هیواد او خلکو په ګټه و اوسي.»

د دغه ولایت د ارګون ولسوالۍ یو بل اوسېدونکي معروف نوري بیا د ټلیفون په کرښه له اطلاعات روز سره په خبرو کې وویل، که د کابل په ناسته کې د نجونو ښوونځیو د ژر پیل پرېکړه اعلان نه شي د هغه په وینا چې د ناستې پایلې به د ولس په ګټه نه وي او نمايشي بڼه به ولري.

نوموړي داسې وویل: «خدای دې وکړي چې په جوړېدونکې غونډه کې دا پرېکړه وشي تر څو د انجونو ښوونځي ژر تر ژره پرانیستل شي او زمونږ خویندې نور خپلو زده کړو ته ادامه ورکړي، ولې که د دوی بحث له دې طریقه په نورو بېځایه مسایلو وي بیا نو یاده غونډه به د حکومت په فرمایش رابلل شوې وي او د افغانانو د تېر اېستلو په مانا به وي.»

په پلازمینه کابل کې د جوړېدونکې غونډې په اړه د طالبانو لومړي مرستیال عبدالسلام حنفي بیا ویلي چې په دغه جرګه کې د رابلل شویو کسانو په اړه هیڅ محدودیتونه شتون نه لري او د هغه په خبره چې دغه کسان د اړونده ولایتونو د مسوولینو له خوا معرفي شوي دي.

واک ته د طالبانو له رسېدو وروسته دا لومړی ځل دی چې په کابل کې د لویې جرګې په تالار کې په دومره لویه کچه د هیواد له ګوډ، ګوډ څخه قومي مخور او دیني عالمان رابلل شوي او په ځینو مسایلو خبرې اترې کوي.