ارزګان کې د راوتلو سيلابونو له امله شاوخوا ۲۴ کسان مړه شوي

اطلاعات روز: ارزګان کې د طالبانو سيمه ييز چارواکي وايي، د دغه ولايت په خاص ارزګان، چورې او چنارتو ولسواليو کې د ورستيو سيلابونو له امله شاوخوا ۲۴ کسان مړه شوي دي.

د ارزګان د ولايت مقام له پاره د طالبانو وياند مولوي ولي جان پوهنيار وايي، چې دغه سيلابونه چې د ارزګان په دريو ولسواليو کې راوتلي د ځاني زيانونو ترڅنګ يې خلکو ته مالي زيانونه هم اړولي دي.

نموړی زیاتوي چې يوازې په چوره ولسوالۍ کې د عامو خلکو ۳۰۰ کورونه سیلابونو ویجاړ کړي دي.

د هغه په وینا په دغو مړه شویو کسانو کې ګڼ شمير ښځې او ماشومان هم شامل دي چې دقيق ارقام يې تراوسه نه دی معلوم.

دی وایي، چې مرستدويه ډلې د وروستيو سيلابونو له امله زيانمن شویو سيمو ته رسيدلي او تر اوسه يې زيات شمير خلکو ته لومړنۍ اړينې مرستې او خوراکي توکي رسولي دي.

نوموړي وويل: «بلې هو د ارزګان ولايت په ولسواليو کې سيلابونه راوتلي خلکو ته يې په ميليونونه مالي زيانونه اړولي ترڅنګ یې د ۲۴ کسانو ژوند هم اخیستی مرستندويه ډلې هغه سيمو ته رسیدلي چې د سیلابونو له امله زیانمن شوي.»

په ورته مهال د ارزګان ولايت دچورې ولسوالۍ يوه اوسيدونکي رحيم الله رحيمي اطلاعات روز ته وويل چې په دغه ولسوالۍ کې راوتلو سيلابونو خلکو ته درانه مالي زيانونه واړول.

هغه وايي، د بادامو او نورو وچو ميوو باغونه سيلابونو له منځه وړي او د خلکو په سلګونه کورونه يې ويجاړ کړي دي.

نوموړی د طالبانو له حکومت څخه غوښتنه کوي چې د هغو ولسواليو اوسيدونکو ته دې مرستې ورسوي چې د سيلابونو له امله ورته دسر او مال زيان اوښتي وي.

دا په داسې حال کې ده چې د تېرو څو ورځو راهیسې د هلمند په ګډون په یو شمیر نورو ولایتونو کې هم سیلابونو ګڼ شمیر کسانو ته ځاني او مالي زیانونه اړولي دي.