اطلاعات روز: نيمروز کې د طالبانو سيمه ييز مسوولين وايي، د دغه ولايت په خاشرود ولسوالۍ کې د يوې ترافيکي پيښې له امله يوه ميرمن مړه شوې او درې تنه نور ټپیان شوي دي.
د نيمروز له پاره د طالبانو د امنيې قومندانۍ وياند بهرام حقمل اطلاعات روز ته وويل چې پيښه تيره شپه (سېشنبه، ۲۱ د چنګاښ) د نیمروز په حاشرود ولسوالۍ کې رامنځته شوې ده.
هغه وايي ياده ترافيکي پيښه د يوه فيلډر موټر د اوښتو له امله رامنځته شوې ده.
د حقمل په خبره چې ټپیان د درملنې په موخه د نيمرزو ولايتي روغتون ته انتقال شوي او تر درملنې لاندې دي.
د اختر په شپو او ورځو کې په یو شمیر ولایتونو کې ترافیکي پیښې ډیرې شوي چې لامل یې د ډریورانو بې احتیاطي ښودل شوې ده.