ارزګان کې يو کس خپل ماشوم د لارې پر سر پرییښی دی

اطلاعات روز: د ارزګان په مرکز ترينکوټ کې يو کس خپل اته کلن ماشوم د لارې پر سر پرییښې او له سیمې څخه تللی دی.

يو کس چې ياد ماشوم يې موندلی وایي، چې له ډيرو کوښښونو سره سره نه دی توانيدلی چې د ياد ماشوم کورنۍ پیداکړي.

دی زیاتوي، داسې ښکاري چې یاد ماشوم یې خپلې کورنۍ د غربت له امله د لارې پر سر اچولی وي او بیا ترې تللي وي.

د ده په خبره چې ياد ماشوم يې نن سهار (چهارشنبه، ۲۲ د چنګاښ) موندلی چې جامې یې ورسره هم ایښودل شوې وې.

دغه کس چې نه غواړي نوم يې یاد شي وایي، چې ماشوم په سويې تغذيه ناروغۍ اخته دی او روغتيايي وضعيت يې ښه نه دی.

د ده په وینا که کوم خيريه بنسټ پیداشي چې ياد ماشوم وروزي چمتو دی چې ورته يې وسپاري.

واک ته د طالبانو د رسیدو وروسته افغانستان کې فقر او غربت زیات شوی او خلک دې ته اړ شوي چې د کور توکي او یا خپل ماشومان وپلوري.