انځور: باختر خبري اژانس

هلمند کې د «کولرا» ناروغۍ زیاتوالی؛ ګرشک کې ۵۰ تنه په دې ناروغۍ اخته شوي

اطلاعات روز: هلمند کې ځایي مسوولین د دې ولایت په ګرشک ولسوالۍ کې په «کولرا» ناروغۍ د ۵۰ تنو د اخته کیدو خبر ورکوي.

په دغه ولایت کې د طالبانو د اطلاعاتو او فرهنګ رییس حافظ راشد هلمندي اطلاعات روز ته وویل، چې معلومات یې ترلاسه کړي چې له تېرې ورځې راهیسې د ګرشک ولسوالۍ ځایي روغتون ته ۵۰ تنه په شدیدې نس ناستې یا کولرا ناروغۍ اخته کسان ور وړل شوي دي.

نموړی زیاتوي، د یادو کسانو درملنه روانه ده او تر اوسه کوم کس مرګوني حالت سره نه دی مخ شوی.

د معلوماتو له مخې د هلمند روغتیایي مسوولین ولسوالیو ته د روغتیایي ټیمونو سره تللي او د ناروغانو په درملنه بوخت دي.

دیادونې وړ ده چې کولرا ناروغۍ څو ورځې وړاندې دهلمند په باغران ولسوالۍ کې خپره شوې چې تر دې مهال د ۲۰ تنو ژوند اخیستی او تر ۱۲۰ زیات کسان په دغه ناروغۍ اخته شوي دي.