هلمند کې په پراخه کچه د کولرا خپریدل؛ سنګین کې۲۲۰ تنه پرې اخته شوي

اطلاعات روز: د هلمند په سنګین ولسوالۍ کې ځایي سرچینې وایي، په دې ولسوالۍ کې ۲۲۰ تنه په کولرا ناروغۍ اخته شوي چې دوه تنو یې ژوند له لاسه ورکړی دی.

د هلمند ولايت د باغران او ګرمسير ولسوالیو را وروسته تازه ۲۲۰ تنه په سنګين ولسوالۍ کې په کولرا یا نس ناستي اخته شوي دي.

ورته مهال په دې ولایت کې د طالبانو د اطلاعات او فرهنګ ریيس حافظ راشد وایي، په سنګين ولسوالۍ کې ۱۰۰ تنه په کولرا ناروغۍ اخته شوي خو زیاتوي چې د یو شمیر ناروغانو روغتیایي حالت د اندیښنې وړ دی.

هغه وايي کولرا د سنګين ولسوالۍ په بېلابېلو سيمو کې خپره شوي چې زیاتره ناروغان یې ښځې او ماشومان دي.

د راشد په خبره تر اوسه په سنګین کې د یادې نارواغۍ له امله کوم کس نه دی مړ شوی.

نوموړی زياتوي چې دامهال د مرکز په ګډون په ټولو ولسواليو کې خلکو ته د کولرا څخه د ځان ساتنې په موخه د عامه پوهاوي پرګرامونه روان دي ترڅو له دې لارې د یادې نارغۍ د خپریدو مخه ونیول شي.

په دې وروستیو کې د هلمند ترڅنګ زابل او کندهار ولایتونو کې هم په سلګونه کسان په کولرا اخته  شوي يو شمير یې مړه شوی هم دي.