پکتیا کې یو پلار خپل زوی د چاقو په ګزار وژلی دی

اطلاعات روز: د پکتیا ولایت په وزې ځدراڼ ولسوالۍ کې د کورني تاوتریخوالي له امله یو پلار خپل زوی په چړې وژلی دی.

د دغه ولایت لپاره د طالبانو د امنیه قومندانۍ ویاند عمر بدري د پېښې په تایید سره ویلي چې یاده پېښه تېره ورځ (شنبه، ۲۵ د چنګاښ) ماښام مهال د وزې ځدراڼ ولسوالۍ په «بیري» کلي رامنځته شوې ده.

د نوموړي په وینا وژل شوی کس شیرغنک نومیږي چې له خپل پلار سره یې له شخړې وروسته د هغه له خوا د چړې په ګزار ټپي شوی او روغتون ته پر لاره یې ساه ورکړې.

هغه زیاته کړې چې په پېښه کې ښکېل کس په تېښته بریالی شوی خو د نیولو لپاره یې هڅې روانې دي.

که څه هم په سویل ختیځ زون کې د کورني تاوتریخوالي له امله ګڼې پېښې رامنځته کیږي او مرګ ژوبله هم لري خو ډېر کله دا ډول پېښې د کلتوري ستونزو له امله پټې پاتې کیږي.