د ملګروملتونو استازی:افغانستان سره د مرستو دوام لپاره باید د نجونو ښوونځي برانیستل شي

اطلاعات روز: افغانستان کې د ملګرو ملتونو سرپرست استازی مارکس پوتزل وایي، د نجونو زده کړې نړیوالو او ملګرو ملتونو ته با ارزښته دي، ښوونځي باید پرانیستل شي ترڅو افغانستان سره د نړیوالو مرستو له پاره زمینه برابره شي.

د ملګروملتونو د سرمنشي ځانګړي استازي او په افغانستان کې د یوناما سرپرست مشر مارکس پوتزل تېره ورځ (شنبه، ۲۵ د چنګاښ) ننګرهار ته د خپل سفر پرمهال له ځایي طالب چارواکو سره لیده کاته کړي دي.

پوتزل ویلي، په افغانستان کې د ملګروملتونو  استازولۍ غواړي د ولسونو ستونزې راټولې کړي او پر بنیاد یې خپلو مرستو لپاره چمتوالی ونیسي.

نوموړي همدارنګه د خپلو مرستو پر دوام ټینګار کړی او هم یې د نجونو ښوونځيو د پرانیستل کیدو غوښتنه کړې ده.

هغه ویلي د نجونو د زده کړو موضوع نړیوالو اوملګرو ملتونو لپاره با ارزښته ده او  ښوونځي باید پرانستل شي چې دا د نړیوالو مرستو لپاره زمینه برابروي.

پوتزل زیاتوي: «د روغتیا، بیا رغونې ، بیځایه شویو کډوالۍ، زده کړو اوبشري حقونو په برخو کې به خپلو مرستو ته دوام ورکړو او همدارنګه د نجونو ښوونځي باید پرانیستل شي ځکه دا مسله د نړیوالو لپاره هم ډیره مهمه ده او هم د نارینه وو په شان نجونې هم حق لري چې زده کړې وکړي.»

د پوتزل په خبره ، نړیوالې ټولنې د تیر حکومت پرمهال هم پراخې مرستې کړي، خو په سم ډول نه دي مصرف شوي چې له امله یې لا تراوسه ستونزې پر ځای پاتې دي.

پوتزل زیاته کړه:« ملګرو ملتونو له دې وړاندې هم د بیارغونې، زده کړو او نورو برخو کې مرستې کړي خو په سم ډول نه دي مصرف شوي، له سیاسي بدلون وروسته نړیواله ټولنه باوري نه ده چې زیاتې مرستې وکړي، اندیښنې لري چې پر ځای به ونه لګول شي ، خو د ملګروملتونو اداره کوشش کوي چې هغوی مرستو ته چمتو کړي.»

اخوا د ننګرهار لپاره د طالبانو والي ملا محمد نعیم اخند وایي، دخلکو ستونزې یې د ملګرو ملتونو  له استازي سره شریکې کړې او تمه لري چې ستونزو ته به یې د حل لار پیدا شي.

نوموړی وایي، د نجونو د ښوونځيو پرانیستل کیدو په برخه کې د اسلامي امارت د مشرتابه پریکړې ته په تمه دي.

اخند زیاتوي:« مونږ د ولس ستونزې د ملګرو ملتونو له استازي سره شریکې کړي هیله لرو چې ستونزو ته دحل لاره پیدا شي او همدارنګه د نجونو د زده کړو په اړه به د مشرتابه پریکړې ته ګورو هغوي چې هر ډول پریکړه وکړي مونږ به یې عملي کوو.»

د ملګرو ملتونو د وروستیو راپورونو له مخې لا هم د نړیوالو مرستې بسنه نه کوي او دې لپاره چې خلک دلوږې او بیوزلۍ له دې سخت پړاو ووځي د مرسته کوونکو هېوادونو لا زیاتو همکاریو ته اړتیا ده.