پکتیا کې یو کس په خپل ټوپک ځان وژلی

اطلاعات روز: د پکتیا ولایت په څمکنیو ولسوالۍ کې یو ځوان په خپل ټوپک ځان ویشتلی او خپل ژوند یې له لاسه ورکړی دی.

د دغه ولایت لپاره د طالبانو د اطلاعات او کلتور له ریاست څخه په خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي، چې پېښه تېره ورځ (دوشنبه، ۲۷ د چنګاښ) ناوخته د څمکنیو ولسوالۍ په «مداخېلو» سیمه کې رامنځته شوې ده.

خبر پاڼه کې راغلي چې د عبدالجبار په نوم یو کس د ټوپک پاکولو پر مهال په تېروتنې سره په خپل ځان ډزې کړې او روغتون ته تر رسېدو وړاندې یې ساه ورکړې ده.

په دې وروستیو کې د ځان وژنې او کورني تاوتریخوالي له امله د وژنو پېښې ډېرې شوي، چې تر ډېره یې لامل اقتصادي ستونزې بلل کیږي.