اطلاعات روز: ارزګان کې خلک وايي، په دې ولایت کې بیروزګاري اوج ته رسیدلې چې له امله یې ښار کې جنایي جرمونه زیات شوي دي.
د ترینکوټ ښار اوسیدونکي زیاتوي، له یوې خوا د ښار په بازارونو کې هر څه ګران شوي او له بلې خوا د کار روزګاز هیڅ درک نشته چې ځوانان کار وکړي.
علي جان چې د ترینکوټ اوسیدونکی دی وایي، د ورځې سل یا یو نیم سل افغانۍ پیدا کوي او په هغې هم څه نه شي اخیستی ځکه چې د توکو قیمتونه لوړ دي او په دغو روپيو یې روزګار نه چلیږي.
د ده په خبره، چې کله نا کله بې روزګاري دې ته مجور کړی چې یو جرم ته لاس واچوي.
د چارو کتونکي هم په ورته نظر دي او زياتوي چې په هېواد کې فقر او غربت د جنايي پيښو د ګراف د لوړيدو لامل ګرځي.
يو تن د سياسي چارو کارپوه مطيع الله خروټي اطلاعات روز ته وويل چې د افغانستان د پیسو ګنګل کيدل يوه اساسي ستونزه ده چې له امله يې د افغانستان اقتصادي وضعيت خراب شوی دی.
نوموړي په دې اړه وويل:«طالبانو ته په کار ده چې د خلکو ستونزې حل کړي ډير خلک بیروزګاره دي باید ځوانانو ته د کار يو لاره پیدا شي.»
ورته مهال ارزګان کې د طالبان ولايتي چارواکي وايي، دوی پلان لري ترڅو د مسلکي او غيري مسلکي کسانو لپاره د کار زمينه برابره کړي.
د ولايت مقام طالب وياند مولوي ولي جان پوهنيار زیاتوي، هغه کسان چې دا مهال بیروزګاره دي دوی به يې په دولتي او غیر دولتي ادارو کې په دندو وګماري.
د ارزګان ترڅنګ په ګڼو نورو ولايتونو کې هم خلک د کار د نشتون له امله سر ټکوي او ډیری ځوانانو په مرګونو لارو بیرونیو هیوادونه ته مخه کړې ده.