انځور: ارشیف

ختیځ ولایتونو کې د ګوزڼ ضد واکسین کمپاین پیل شو

اطلاعات روز: د هیواد په ختیځ کې روغتیایي مسوولین وایي، د دغه زون په ټولو ولایتونو او ولسوالیو کې نن (دوشنبه) د پولیو یا ګوزڼ ضد واکسین پېل شو.

دغه زون کې د پولیو د کتلوي معافیت مسوولین وایي، چې په ختیځه حوزه کې به دغه بهیر څلور ورځې روان وي او ټاکل شوې نږدې یو عشاریه دوه میلیونه هغو ماشومانو ته چې عمرونه یې له پنځو کلونو کم دي د پولیو واکسین ورکړل شي.

د روغتیایي چارواکو د معلوماتو له مخې د پولیو واکسین دا کمپاین د ۱۱ زره کارمندانو پرمټ چې زر تنه یې میرمنې دي د ختیځې حوزې په ټولو ولسوالیو او کلیو کې تطبیق شي.

د معلوماتو له مخې یاد کمپاین نن (دوشنبه، ۳ دزمري) پیل او څلور ورځې به دوام وکړي، چې د ختیځې حوزې ۹۹ سلنه ماشومانو ته به د پولیو ضد واکسین تطبیق شي.

افغانستان، پاکستان او نایجریا لا هم د نړۍ هغو هیوادونو کې دي، چې دغه ناروغې پکې شته او په دې هیوادونو کې د نا امنۍ ترڅنګ دغه خلک واکسین ته زړه نه ښه کوي او د شک په سترګه ورته ګوري.