د طالبانو امربالمعروف وزیر: مسوولین دې له خلکو سره په نرمښت چلند وکړي

اطلاعات روز: د طالبانو د امربالمعروف وزیر پکتیکا ولایت ته د سفر پر مهال یوې جوړې شوې غونډې ته د وینا پر مهال د دغه وزارت له ولایتي مسوولینو غوښتنه کړې، چې د نامشروع کړنو د مخنیوي په موخه له خلکو سره په نرمښت چلند وکړي.

محمد خالد حنیفي ویلي، که د اصلاحاتو په نوم له خلکو سره په زور او جبر کړنه وشي، ښیې پایلې نه لري او دا کار د ولس او حکومت ترمنځ فاصله پیدا کوي. 

نوموړي وویل: «تاسو دا مه کوئ، چې خدای مه کړه څوک د سګرټ او نصوارو په کولو توهین کړئ او یا ورته سپکې سپورې ووايئ، دا کار اصلاحات نه بلکې دا یوه نامشروع کړنه ده، د دې لپاره چې په ټولنه کې د غیر شرعي کړنو مخه و نیول شي، نو تاستو مکلف یاست چې هغوی په نرمښت له یاد کاره وژغورئ.»

طالب وزیر همدا راز ویلي، چې د طالبانو په نظامي لیکو کې لومړی باید اصلاحات رامنځته شي، د هغه په وینا اوږدې څڼې او نور داسې کارونه چې د ولس د ناامیدي لامل کیږي جدي مخنیوی وشي.

خنیفي زیاته کړې: «که مونږ او د حکومت ټول مسوولین لومړی په خپلو ځانونو او د حکومت په آډانه کې اصلاحات را نه ولو، نو ولس کې د اصلاحاتو را وستل بیا ستونزمن دي او هغه به هم بیا راته ګوته نیسي، چې وروره لومړی ځان اصلاح که بیا ماته توصیه کوه.»

په ورته مهال بیا د پکتیکا ولایت لپاره د طالبانو والي عبدالله مختار هم په دولتي ادارو کې د اصلاحاتو په راوستو ټینګار وکړ، هغه وویل پوره هڅه کوي، چې د امنیتي ادارو او نظامي لیکو کې د بې نظمیو مخه ونیسي.

مختار داسې وايي: «مونږ د امربالمعروف له مسوولینو سره پوره همکاري کوو او دا ډاډ ورکوو، چې د نظامي لیکو د سمون لپاره به کوټلي ګامونه اخیستل کیږي او هغوی ته به سپارښتنه کیږي، چې خپل ځانونه په سنت طریقو برابر کړي.»

د امر بالمعروف وزیر له دې وړاندې په پکتیا، لوګر او غزني ولایتونو کې هم د وینا پر مهال ټینګار کړی و، چې له نړیوالو فشارونو سره سره به بیا هم د اسلامي نظام د رامنځته کولو په موخه خپلو هڅو ته دوام ورکوي.