ارزګان کې د هاوان سرګلولې په چاودنه کې دوه کسان وژل شوي

اطلاعات روز: ارزګان کې د طالبانو سيمه ييز مسوولين وايي، د دغه ولايت په خاص ارزګان ولسوالۍ کې د هاوان سرګلولې چاودنې له امله دوه کسان وژل شوي دي.

په دغه ولايت کې د طالبانو د امنيې قومندانۍ وياند اغاولي قريشي وايي، دغه پيښه تېره ورځ (یکشنبه، ۲ د زمري) د خاص ارزګان ولسوالۍ په «شيشپر» سيمه کې رامنځته شوي ده.

نموړی زیاتوي چاودنه د هاوان د يوې ناچاودې سرګلولې له امله رامنځته شوې چې په نتيجه کې یې دوه کسان وژل شوي او نور کوم چاته زيان نه دی اوښتی.

په ارزګان او د هیواد په یو شمیر نورو ولایتونو کې د تېرو جګړو پاتې شونو له امله وخت نا وخته دا ډول پیښې رامنځته کېږي.