ارزګان کې د لاسي صنایعو سوړ بازار

اطلاعات روز: ارزګانۍ میرمنې وايي، د پخوا په پرتله يې د لاسي صنايعو بازار سوړ شوی او دوی اوس له زياتو اقتصادي ستونزو سره مخ دي.

په ارزګان کې هغه ميرمنې چې په تيرو وختونو کې به يې د لاسي صنایعو له لارې د خپلې کورنۍ لپاره عاید ترلاسه کوه اوس شکايت کوي چې کاروبار يې په ټپه دريدلی او دوی له سختو اقتصادي ستونزو سره  مخ شوي دي.

د ارزګان ولايت په مرکز ترينکوټ کې يوه کونډه ښځه چې د کورنۍ سرپرستي یې هم تر غاړې ده زياتوي چې په ډير زخمت سره لاسي غاړې، کنډونه جوړوي خو وايي چې د پېر او پلور بازار يې بیخي سوړ دی.

امېنه چې د ترينکوټ ښار په يوې څنډه کې يې کور دی وايي که وضعيت دغه ډول دوام وکړي لېرې نه ده چې د خپلو اولادونو د نس مړولو لپاره په ښار کې خیرات ټول کړي.

دغه ښځه د طالبانو له حکومت څخه غوښتنه کوي چې د لاسي توکو د پېر او پلور لپاره دې ورته بازار پیداکړي.

هغې په دې اړه وويل:«زما خاوند مړ شوی د کورنۍ ټول مسووليت ماته را دغاړې دی پخوا به لاښه و يو شی به مې د دغه کنډولو څخه ترلاسه کوه خو اوس  هيڅ شی څوک نه اخلي سخته په ستونزو کې يمه که زما دغه توکو  ته بازار پیدا نه شو قسم په خدای زه به بازار کې فقر وکړمه نه پوهيږمه چې دغه وضعیت ولي ورځ تربلي خرابيږي.»

ارزګانۍ میرمنې د طالبانو د سرپرست حکومت څخه غوښتنه کوی چې د دوی په لاس جوړ شویو توکو ته دې بازار پیدا کړي

ورته مهال هغه کسان چې په ترينکوټ ښار کې د ښځو د لاسي صنايعو د پیر او پلور په برخه کې کار کوي زياتوي چې د پخوا په پرتله اوس د خامکي غاړو او د ښځو د لاسي صنايعو بازار سوړ شوی دی او خلک دغه څه نه اخلي.

محمد الله چې له تېرو لسو کلونو راهیسې په ترينکوټ ښار کې دوکان لري او د ښځو د لاسي صنايعو دپلورولو په برخه کې کار کوي زياتوي چې د اقتصادي ستونزو په ډيريدو سره خلک زړه نه ښه کوي چې د ښځو په لاس جوړ شوي توکي وپيري.

نوموړي زياته کړه چې دارزګانۍ ميرمنو په لاس جوړ شوي توکي ښه کیفيت لري او قيمت يې هم ښه دی خو زياتوي چې اوس د پخوا په پرتله مشتريان کم دي.

هغه وويل:«کله چې سياسي بدلون راغلی زموږ په کارونو کې ستونزې پیداشوي لامل يې دا دی چې خلک ددغه صنايعو داخيستلو وس نه لري ماته د ۷ مياشتو توکي لا پراته دي چې چا نه دي اخيستي.»

پر همدي وخت د چارو کتونکي وايي که د ميرمنو د لاسي صنايعو ته بازار پیدا شي ورسره به د ميرمنو اقتصادي حالت ښه شي.

د اقتصادي چارو يو تن کار پوه نورمحمدافغان وويل، چې د طالبانو حکومت دې هغو ميرمنو ته چې په خپل لاس توکي جوړوي داسې زمينه برابره کړي چې دغه توکي يې بهرنيو هېوادونو ته وليږدول شي.

هغه وايي د افغان ميرمنو په لاس جوړ شوي توکي په نړيواله کچه هم زيات ارزښت لري او هم په ښه قيمت پلورل کيږي.

نوموړی وايي که د ميرمنو لپاره حکومت دغه چاره ترسره کړي ورسره به د اړمنو ميرمنو اقتصادي ستونزې حل شي او بیا به فقر غوښتنې ته مجبوره نه شي.

هغه وويل:«طالبان باید د ميرمنو د لاسي کارونو لپاره يو نړيوال بازار پیداکړي تر کورني بازار نړيوال بازار زيات مهم دی ځکه زموږ توليدات ښه ارزښت لري هم به يې قيمت لوړ وي او هم به يې د پیرولو برخه اسانه وي ګټه به يې ددغو ميرمنو ترڅنګ هغو کسانو ته هم ورسيږي چې په دې برخه کې کار کوي.»

په همدې حال کې د ارزګان ولايت د مقام  لپاره د طالبانو وياند مولوي ولي جان پوهنيار وايي، چې دوی د ټولو هغو ښځو ملاتړ کوي چې په خپلو مټو یې خپل اقتصاد برابر کړی دی.

نوموړي وويل:« دا ډير ښه کار دی چې زموږ خویندې وغواړي کار وکړي موږ ددغه کار هرکلی کوو هغه خویندې چې حرفوي زده کړي ولري او دا مهال وزګارې دي ولايت مقام به يې ان شاءالله خيريه موسېساتو ته معرفي کړي.»

دا په داسې حال کې ده چې تردې مخکي هم په ارزګان کې ميرمنو د اقتصادي ستونزو د رامنځته کيدو څخه شکايت کوه.

د ارزګان ترڅنک په نورو ولايتونو کې هم ميرمنې شکايت کوي چې د لاسي صنايعو لپاره يې بازار موندنه نه ده شوي.