کندهار کې د وچکالۍ له امله د انګورو حاصلات کم شوي

اطلاعات روز: کندهار کې د پانګونې او سوداګرۍ خونې مسوولين وايي، که څه هم د دې ولایت د انګورو له سږني حاصل څخه تر دې دمه پورې نږدې ۸ زره او ۵ سوه ټنه انګور ګاونډیو هیوادونو ته صادر شوي خو د وچکالۍ له امله یې حاصلات کم شوي دي.

کندهار کې د انګورو باغ لرونکي وايي، سږکال يې تر نيم ډېر باغونه وچ شوي او په حاصلاتو کې يې د پام وړ کموالی راغلی دی.

په دې ولایت کې د انګورو ډیر باغونه په پنجوايي، ژړۍ، ارغنداب، دامان، ډند، معروف، سپين بولدک، شاوليکوټ او ارغستان ولسواليو کې شتون لري چې د نورو کلونو په پرتله یې د انګورو د حاصلاتو خوند نشته.

کندهار کې بڼوال په داسې حال کې د انګورو د کمو حاصلاتو خبره کوي چې په دې ولایت کې د اوبو سطحه ورځ تر بلې په ټیټیدو ده.

څلور پنځوس کلن عصمت الله هغه کس چې د ژوند نيمایي برخه يې د کندهار په پنجوايي ولسوالۍ کې د انګورو په باغوانۍ کې تېره کړې خو اوس دوامدارې وچکالۍ دې ته اړ کړی، تر څو په راتلونکي کال کې‌ کوم بل کسب ته مخه کړي.

عصمت الله اطلاعات روز ته وويل، سږکال يې وچکالۍ د انګورو تر نيم ډېر باغونه وچ کړي او د راتلونکي کال له پاره يې ټولي هيلي مړې دي.

کندهار کې د انګورو بڼوال وایي، د وچکالۍ له امله یې باغونه هم مرض ووهل او هم حاصل ونه کړ

نوموړی وايي، د انګورو د حاصلاتو د کموالي او د باغونو د وچېدو له امله زيات شمېر بڼ وال بېکاره شوي.

دی زیاتوي، کومې مرستې چې د دوی په  نوم راځي نه ورسېږي او ټولې یې واکداران په خپلو منځو کې تقسيموي.

د ده په خبره، که وچکالي همداسې دوام وکړي او د طالبانو سرپرست حکومت او نړيوال خیریه سازمانونه مرستې ورسره ونه کړي نو د ټولو پر وړاندې به سلاح راپورته کړي.

هغه زیاته کړه، پخوا د انګورو يو باغ په شل لکه پاکستانۍ کالدارې اجاره کیده خو سږکال يې څوک په شپږ لکه کالدارې نه غواړي.

د عصمت الله په وينا: «سږکال وچکالي تر نورو کلونو ډېره او دوامداره ده، د انګورو باغونه تر نيم ډېر وچ دي، په سلو باغونو کې دوو حاصل ورکړی، مرستې زموږ په نوم راوځي خو واکداران يې خپلو کورونو ته وړي، که پر کال هم دغه حالت دوام وکړي او څوک زموږ ناره وانه وري موږ د ټولو په مقابل کې سلاح راپوروته کو.»

د باغونو اجاره کوونکي وايي، سږکال له وچکالۍ سره بېلابېل د مېوو امراض راغلي او د انګورو د تاکونو ګل یې ریژولی دی.

عبدالغني د کندهار په پنجوايي ولسوالۍ کې د انګورو باغونه اجاره کوي نوموړی وايي، سږکال يې د انګورو باغ په يوولس لکه اجاره کړی و خو دومره حاصل يې ترې ټول نه کړ چې خپل سر په پوره کړي.

ده وويل، تجاران سږکال انګور نه رانيسي ځکه حاصل يې کم دی او بزازان يې بيا په ډېره ټيټه بيه ترې رانيسي.

باغوانان وایي، سږکال تجاران انګور په دومره ټیټه بیه غواړي چې د دوی اجاره هم نه پوره کوي

عبدالغني زياتوي، سږکال پاکستان ته د دوی د تازه او وچي مېوې پروسه ټکنۍ شوې او په داخل د افغانستان کې پيسې شتون نه لري.

هغه وویل، د پنځه ويشتو په شاوخوا کې کارکوونکي ورسره په دنده بوخت دي او هر يوه ته پنځلس او شل زره کلدارې معاش ورکوي، خو په وينا يې کله چې حساب وکړي زیان یې کړی وي.

دی د طالبانو له سرپرست حکومت څخه غواړي ترڅو بزګرانو او باغدارانو ته کیمیاوي درمل ورکړي او تر خپل توان پوري همکاري ورسره وکړي.

د باغونو دغه اجاره دار په دې باور دی که يې لاسنوی ونه شي نو بېکاره به شي او شته سرمايه به يې له یوې مخې ختمه شي.

نوموړي زیاته کړه: «سږکال خو انګورو مرضونه کړي، هغه هم د يوه پر ځای لس رقمه، وچکالي ډیره ده، دا سږکال دغه دی ما د باغ په اجاره خپل سر نه دی جوړ کړی تاواني يم، يو څوک نشته چې زما غږ واوري، نو که وچکالي دومداره شي، موږ به پر کور کښېنو او کارکوونکي به مو باره غلاوي کوي».

عبدالباري جهاني دغلته په پنجوايي ولسوالۍ کې له باغ لرونکو سره په دنده بوخت دی، هغه وايي له سهاره څخه بيا تر لمر لوېدو پورې په باغونو کې انګور راشکوي خو د ورځې په پای کې ورته پنځه سوه کالدارې ورکول کېږي.

دی وايي، له سختې ناچارۍ څخه پنجوايي ولسوالۍ ته راغلی او دلته په ډېره ټيټ معاش کار کوي.

د انګورو په باغونو کې یو شمیر کاریګر وایي، د سهاره تر ماښامه په ډیرو کمو پیسو کار کوي ځکه چې بل کار نشته

جهاني وويل، چې واکمن حکومت ورسره مرسته نده کړې او اوس د ماښام د ډوډۍ له پاره هم کوم څه نه لري.

د ده په وینا: «پخوا مې په ښار کې کار کوه، کار مې جوړ و، اوس نو دلته د مجبورۍ اخته يم، کله کله بېکاره شم، خو اوس دا هم د څو ورځو له پاره کار دی، بالا نو څنګه وکړو، غريبان يو اولادونه لرو که کار ونکړو باره به غلاوې کوو.»

کندهار د يو له هغه ولايتونو څخه دی چې انګور یې په هېواد دننه او بهر ځانګړی بازار او مقام لري.

په کندهار کې د انګورو بېلابېل ډولونه شتون لري لکه اوڅار، شونډوخاني، سره کشمش، قلمه، سره لالا، لالا یک دانه، حسیني، ایته او داسې نور.

د ياد ولايت انګور تر ډېره ګاونډ پاکستان هېواد ته صادرېږي او هلته په ېره ټيټه بيه پلورل کېږي.

د کندهار د سوداګرۍ او پانګونې خونې مسوولين وايي، سږکال له پېل څخه بيا تر اوسه پورې له دغه ولايت څخه څه باندې اته زره ټنه انګور ګاونډي هېوادونو ته تللي دي.

د‌ سوداګرۍ خونې مرستيال حاجي عبدالباقي بنا اطلاعات روز ته وويل، تېر کال جنګونه وو او ډېرو کسانو انګور په خپل سر همسایه هیوادونو ته انتقالول.

د کندهار انګور چې د ممیزو لپاره خلکو اماده کړي ترڅو وچ شي

نوموړی وایي، تېر کال له کندهار څخه ۴۲۶۶ ټنه انګور صادر شوي خو د سږکال له پیل څخه بيا تر اوسه پوري ۸۴۰۸ ټنه انګور صادر شوي دي.

هغه زياته کړه چې دغه پروسه لا دوام لري او د صادارتو کچه به تر دې هم لوړه شي.

د کندهار د سوداګرۍ او پانګونې مرستيال زیاته کړه، پروسږکال که څه هم جنګ و خو پر‌ هغه سربېره انګورو مرض نه وو وهلي او ډېر ښه حاصل يې ورکړی و، خو په خبره يې چې سږکال د وچکالۍ له امله انګور خراب شوي او د پام وړ حاصل یې ندی کړی.

د ده په وینا: «سږکال درویشت ورځې کېږي چې موږ اينوايسونه توضیح کړي، سږکال د انګورو د سېزن له پيل څخه بيا تر اوسه پوري له کندهار څخه ۸۴۰۸ ټنه انګور صادر شوي، خو دا پروسه دوام لري، اخيري حد يې نه دی تر دې هم کېدای شي چې ډېر صادر شي، سږکال وچکالۍ هم د انګورو حاصلات ډېر کم کړي.»

د يادونې وړ ده چې کندهار کې سږکال باغ لرونکي او تجاران د انګورو د حاصلاتو له کموالي څخه خبره کوي او د نورو کلونو په پرتله سږکال د دې ولايت انګورو کم حاصل ورکړی.