جلال اباد ښار کې یو کس د خپلې میرمنې د وژل کیدو په تور نیول شوی

اطلاعات روز:  ننګرهار کې طالب چارواکي خبر ورکوي، چې ځواکونو یې د دې ولایت په مرکز جلال اباد ښار کې هغه کس د تېښتې پرمهال نیولی چې خپله مېرمن یې وژلې وه.

د ننګرهار لپاره د طالبانو د امنيې قوماندانۍ وياند حاجي رييس زابلي اطلاعات روز ورځپاڼې ته وويل، نن سهار (یکشنبه، ۹ دزمري)  د جلال اباد ښار د اتمې ناحيې اړوند « قلعه جانان خان»سيمه کې يو ځایي اوسېدونکي خپله میرمن وژلې ده.

نوموړی زیاتوي، طالب امنيتي ځواکونه پر وخت سيمې ته رسېدلي او ياد کس يې د تېښتې په حالت کې نيولی دی.

د زابلي په وینا چې د قتل انګيزه معلومه نه ده خو نيول شوی کس اوس امنيې قوماندانۍ کې تر پلټنو لاندې دی.

د امنیه قومندانۍ څخه په خپره شوې ویډیو کې نيول شوی کس خپل ځان سلطان معرفي کوي او په خپل جرم اعتراف کوي خو په دې اړه نور معلومات نه ورکوي.

 له دې څو ورځې وړاندې بیا د جلال اباد ښار په اتمه ناحیه کې یوه میرمن د خپل خاوند د وژل کیدو په تور نیول شوې وه.

په دې وروستیو کې د کورني تاوتریخوالي له امله دا ډول پېښې زیاتې شوي چې خلک یې لامل په لویه کچه بې روزګاري او شته اقتصادي ستونزې یادوي.