اطلاعات روز: هلمند کې طالب چارواکي خبر ورکوي چې په دې ولایت کې یې یو کس پاکستان ته د لاسي بمونو د قاچاق په تور نیولی دی.
هلمند کې د طالبانو د اطلاعاتو او کلتور رییس حافظ راشد وایي، چې تیره ورځ (یکشنبه، ۹ د زمري) د اغاولي په نوم کس د هلمند ولایت په ګرمسیر ولسوالۍ کې د لاسي بمونو سره یوځای نیول شوی دی.
نموړی زیاتوي، دغه کس غوښتل ۳۵ لاسي بمونه پاکستان هېواد ته قاچاق کړي.
د ده په خبره دوی چاته اجازه نه ورکوي چې له افغانستان څخه بل هیواد ته وسلې قاچاق کړي.
د یادوني وړ ده چې په یاده ولسوالۍ کي څو ورځې وړاندې د اوسپني قاچاق کوونکي هم نیول شوی وو.
واک ته د طالبانو له رسیدو وروسته پاکستان هېواد ته د نظامي وسلو قاچاق زیات شوي دی.