انځور: Afghan Islamic Press

ننګرهار کې طالبانو د یوې ښځې په ګډون درې تنه په دورو وهلي

اطلاعات روز: ننګرهار کې د طالبانو مسوولین وایي، په دې ولایت کې یې یوه ښځه او دوه نارینه د زنا په جرم په دورو وهلي دي.

د ننګرهار د رسنیو له دفتر څخه نن (دوشنبه، ۱۰ زمري) په خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي، چې د دې ولايت ښاري محکمې درې کسان چې دوه نارینه او يوه یې مېرمن ده په دورو وهلي دي.

خبرپاڼه زیاتوي، یاد کسان پرته له محرم څخه په يوه کور کې اوسېدل چې له تحقیق، اعتراف او قناعت وروسته مجازات شول.

خبرپاڼه کې راغلي چې ياد کسان په عام محضر کې هر يو ۳۹-۳۹ دورې  ووهل شول.

د طالبانو د حکومت په راتګ سره د دغه ولایت د امنیه قومنداني ډیر کله د اخلاقي فساد په جرم د کسانو د نيونې راپورونه ورکوي او ټینګار کوي چې د ناقانونه کړنو د مخنيوي په برخه کې جدي دي.