د پکتیا په زرمت کې یو کس په هوایي ډزو کې وژل شوی

اطلاعات روز: د پکتیا ولایت د زرمت ولسوالۍ اړوند «سهاکو» سیمه کې یو کس د هوايي ډزو پر مهال وژل شوی دی.

یوې ځايي سرچینې نن (دوشنبه، ۱۰ د زمري) اطلاعات روز ته وویل، چې د «ګل الردین» په نوم یو کس له سیلابونو څخه د خپلې کورنۍ د ژغورنې لپاره هغه وخت په هوايي ډزو لګېدلی او ساه یې ورکړې، چې په سیمه کې له سیلابونو د ژغورنې لپاره د خلکو خبرولو په موخه شوې وې.

د سویل ختیځ زون په ډیری سیمو کې هغه مهال د ځايي خلکو له لوري هوايي ډزې کیږي، چې له ورښت وروسته د سیلابونو د را وتلو امکان ډېر وي.

د یو بل خبر له مخې چې تېره ورځ د خوست ولایت په شمل خوړ سیمه کې د راوتلو سیلابونو له امله خلکو ته ګڼ مالي او ځاني زیانونه اوښتي دي، په سیمه کې یوې ځايي سرچینې د نوم نه ښودلو په شرط اطلاعات روز ته وویل، چې ځینې کسان د سیلاب څخه د لرګیو نیونې لپاره اوبو ته د ورښکته کېدو پر مهال سیلاب له ځانه سره وړي او خپل ژوند یې له لاسه ورکړی، خو کره شمېر یې و نه ښوده.