ننګرهار کې طالبانو د پښتورګو روغتون ۱۲ ډاکټران له دندو ګوښه کړي

اطلاعات روز: ننګرهار ولایت کې د پښتورګو روغتون ډاکټران وایي، طالبانو د دې روغتون ۱۲ تنه ډاکټران د قانوني دلایلو پرته ګوښه کړي دي.

د یاد روغتون یو ډاکتر چې تازه د طالبانو له لوري له دندې ګوښه شوی، د نوم نه ښودلو په شرط یې اطلاعات روز ورځپاڼې ته وویل، چې څو ورځې وړاندې طالب چارواکي د پښتورګو ملي روغتون ته ورغلي او د نوموړي په ګډون یې د یاد روغتون ۱۲ تنه روغتیاپالان له قانوني دلایلو پرته له دندو ګوښه کړي او پرځای هغه طالبان ګمارلي چې له دې وړاندې یې د طالب جنګیالیو درملنه کوله.

اخوا ننګرهار کې د طالبانو د عامې روغتیا ریاست ویاند نقیب الله رحیمي هم مني چې په یاد روغتون کې یو شمیر ډاکټران د مالي امکاناتو د کمښت له امله له دندو ګوښه شوي دي.

نوموړی وایي، ځینې ګوښه شوي ډاکټران یې د یو شمیر نورو ولایتونو روغتونونو ته د دندې په موخه معرفي کړي دي.

د طالبانو د حکومت په راتګ سره په زیاتو دولتي ادارو کې پخواني کارکوونکي له دندو ګوښه شوي او پر ځای یې هغه کسان ګمارل شوي چې له دې وړاندې یې له طالبانو سره همکاري کوله.