زابل کې پر ۵۰ ميرمنو د چرګانو د ساتنې او توليد ماشينونه ووېشل شول

اطلاعات روز: زابل ولایت کې اکرو موسېسې د UNHCR په مالي ملاتړ په پنځوس میرمنو د چرګانو د تولید او ساتنې ماشینونه وویشل.

د اکرو موسېسې مسوولين وایي، هرې کورنۍ ته يې يو د چرګانو د توليد ماشین، سل امپيره سولريزه هنداره، سل کيلو د چرګانو مخصوصه خوراکه، يو کنټرولر، لس بخارۍ او داسې نور د اړتيا ور سامان آلات ورکړي دي.

دوی زیاتوي، یادو بې سرپرسته میرمنو سره یې ځکه مرستې ترسره کړې چې دغه کورنۍ خپلې اقتصادي ستونزې په خپله حل کړي او نورو ته لاس ونه نیسي.

د یادې موسېسې د مسوولینو په خبره، د دغو ميرمنو شمېر پنځوس تنو ته رسېږي او هره يوه د يوې کورنۍ ساته کوي.

د يادونې وړ ده چې تر دې وړاندې هم کندهار، زابل، هلمند او نورو ولايتونو کې د بېلابېلو موسېساتو له لوري ښځو ته د کار زمينه برابره شوې خو د کنترول او نه پاملرنې وروسته بېرته دغه ډول پروګرامونه فلج شوي او ورکول شوي سامان آلات په بازارونو کې پلورل شوي دي.