انځور: ټولنیزې رسنۍ

د ایمن الظواهري وژنه؛ امریکا د القاعده د احتمالي غچ اخیستو په اړه خبرداری ورکړ

اطلاعات روز: د القاعده د مشر ایمن الظواهري له وژل کېدو وروسته، امریکا خپلو بهرنیو اتباعو ته د احتمالي بریدونو خبرداری ورکړی دی.

الظواهري د تېرې یکشنبې په ورځ (۹ د زمري) د افغانستان په پلازمېنه کابل کې د یوې امریکايي بې پیلوټه الوتکې په برید کې ووژل شو.

۷۱ کلن الظواهري چې په خټه مصری او د سترګو جراح و، په ۲۰۱۱ کال کې د اسامه بن لادن له وژل کېدو وروسته د القاعده مشري پر غاړه واخیسته.

د بي بي سي د راپور له مخې، د امریکا د بهرنیو چارو وزارت ویلي چې د الظواهري وژل کېدل ښايي د القاعده ملاتړي یا نورې ترهګرې ډلې دې ته وهڅوي چې د امریکا ګټې او وګړي په نښه کړي.

دغه وزارت زیاته کړې، چې شته معلومات ښیي چې ترهګریز سازمانونه د نړۍ په یو شمیر سیمو کې د امریکا د ګټو پر ضد ترهګریزو بریدونو پلانولو ته دوام ورکوي.

د امریکا د بهرنیو چارو وزارت په وینا، په دې بریدونو کې ښایي د ځانمرګو عملیاتو، وژنو، تښتونو، برمته نیونو او بم ایښودونو په ګډون له پراخو تکتیکونو کار اخیستل شامل وي.

دغه وزارت امریکايي اتباعو ته خبرداری ورکړی چې بهر ته د سفر پر مهال له خپلو امنیتي تدابیرو اګاه اوسي.