اطلاعات روز: لوګر کې د طالبانو امنیتي مسوولین خبر ورکوي، چې د دې ولایت په مرکز پل عالم کې یې دوه ماشومان د انسان تښتوونکو له منګولو ژغورلي دي.
لوګر ولایت کې د طالبانو د ۲۰۳ منصوري قول اردو امنیتي مسوولینو ویلي چې تېره شپه (چهارشنبه، ۱۲ د زمري) یې د دغه ولایت د مرکز پل عالم اړوند «التمور» سیمه کې د میرویس او احسان الله په نومونو دوه ماشومان د انسان تښتوونکو له منګولو ژغورلي دي.
د یادې قول اردو له څلورمې پلې لوا څخه په خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي، چې دغه ماشومان د خروار ولسوالۍ له «پنج پای» کلي څخه د پېسو په خاطر راتښتول شوي و، چې د کشفي راپورونو پر اساس د اختطاف کوونکو له منګولو وژغورل شول.
په خبرپاڼه کې راغلي، چې په دغه قضیه کې ښکېل کسان د پېښې له ځایه په تېښته بریالي شوي دي.
په دې وروستیو کې په لوګر او خوست ولایتونو کې د غلاو او انسان تښتوونې پېښې ډېرې شوي، چې خلک یې اندېښمن کړي او د مخنیوي غوښتنه یې کوي.