د طالبانو د پوهنې وزیر: د مدرسو او دارالایتامونو جوړول مو لومړیتوب دی

اطلاعات روز: د طالبانو د پوهنې وزارت سرپرست نور الله منیر پکتیا ولایت ته په سفر کې ویلي، چې وزارت یې ژمن دی، تر څو په هیواد کې د جګړو له امله د یتیمانو د روزنې لپاره هڅې وکړي.

وزیر چې په مرکز ګردېز کې یې د یوه دارالایتام د پرانیستې لپاره په جوړو شویو مراسمو کې خبرې کولې زیاته کړې، چې د دیني زده کړو لپاره یې د مدرسو او دارالایتامونو جوړولو ته لومړیتوب ورکړی دی.

نوموړي په دغه غونډه کې له شپږم ټولګي پورته د نجونو ښوونځیو د پرانیستې په اړه هیڅ هم نه دي ویلي، کوم څه چې زیات هیواد وال یې غوښتنه کوي.

نوموړي ویلي: «اسلامي امارت عزم او اراده لري، چې ټول هغه یتیمان چې د جګړو له امله یې پلرونه وژل شوي دي د هغوی پالنه او روزنه وکړي او مونږ پلان لرو، چې په ټولو ولایتونو کې ورته دارالایتامونه جوړ کړو.»

په همدې حال کې بیا د پکتیا ولایت لپاره د طالبانو والي محمد علي جان احمد ویلي، چې دوی پلان لري، تر څو په پکتیا ولایت کې د زون په کچه د یتیمانو د روزنې لپاره ځانګړی ځای جوړ کړي.

هغه وايي: «مونږ د دې په لټه کې یو چې دلته په پکتیا کې د زون په کچه د یتیمانو د روزنې لپاره ځانګړی ځای برابر کړو، تر څو هغوی ته په کې د دیني زده کړو سربېره د لوبو زمینه هم برابره شي.»

د پکتیا ولایت اوسېدونکي بیا د طالبانو د پوهنې له وزارت په هیواد کې د نجونو ښوونځیو د ژر تر ژره خلاصون او ورته د اسانتیاوو برابرېدو غوښتنه کوي.

هغوی وايي، د یو کال په تېرېدو لاهم ښوونځي نه دي پیل شوي او ګڼ شمېر ښځینه زده کوونکې له زده کړو محرومه کړای شوې دي.

اوس مهال د هیواد په ګڼو ولایتونو کې ښوونځي د سرپناه لپاره ودانۍ نه لري، چې له امله یې زده کوونکي له ګڼو ستونزو سره مخ کړي دي.