ارزګان کې په دوو جلا پیښو کې دوه کسان وژل شوي

اطلاعات روز: ارزګان کې د طالبانو سيمه ييز مسوولين خبر ورکوي چې د دې ولایت په مرکز ترینکوټ او دهراوود ولسوالۍ کې په دوو جلا پیښو کې دوه تنه وژل شوي دي.

ارزګان کې د طالبانو د امنيې قومندانۍ وياند اغاولي قريشي وايي، لومړۍ پيښه تېره ورځ (جمعه، ۱۴ د زمري)د ترينکوټ ښار په «پوټي کلاچه» سيمه کې رامنځته شوې، چې پر مهال يې يو کس د خپلمنځي شخړې پرمهال پر بل کس د تبرګي ګوزارونه کړي او وژلی یې دی.

نموړی زیاتوي، یاده پیښه د کورنۍ ستونزو له امله رامنځته شوې او په دې تړاو دوه تورن کسان نیول شوي هم دي.

قریشي همدا راز زياته کړه، چې دوهمه پيښه هم تيره ورځ د ارزګان ولايت په دهراوود ولسوالۍ کې رامنځته شوې چې یو کس د خپل شخصي دښمن له لوري وژل شوی دی.

هغه وايي، د دهراوود ولسوالۍ د «ديوان ورخ» په سيمه کې دتيرو وختونو څخه په يوې پاتې شخصي دښمنۍ کې د باريګل په نوم يو کس د خپل دښمن لخوا وژل شوی دی.

د نوموړي په خبره دپيښې سيمي ته طالبان رسيدلي او د قاتل د نيولو هڅې کوي.

واک ته د طالبانو له رسيدو وروسته په هېواد کې په خپل منځي شخړو کې د عامو خلکو وژنې زياتې شوي دي.