د کندهار خټکي او هندوانې او د صادراتو بندې دروازې

اطلاعات روز: که څه هم د تېر کال په پرتله سږکال د کندهار د خټکیو او هندوانو حاصلات ۲۵ سلنه کم شوي خو د نورو کلونو په پرتله په لوړه بیه پلورل کېږي په داسې حال کې چې بهر هیوادونو ته تر دې دمه صادرات نه دي شوي.

کندهار يو له هغه ګرمسيره ولايتونو دی چې هر کال په همدې شپو او ورځو کې له دې ولایت څخه شاوخوا ولایتونو او ګاونډ پاکستان ته په ډیره لوړه کچه خټکي او هندوانې صادریږي.

سږکال د کندهاري خټکيو او هندوانو موسم ختمیدو ته يوازې څو اونۍ پاتې دي خو لا هم دغه تازه مېوه بهر ته نه ده صادر شوې.

د دې ولایت د سوداګرۍ او پانګونې خونه وايي، تراوسه د کندهار له ادرسه بهر ته هيڅ ډول خټکي او هندوانې نه دي صادر شوي.

کندهار کې که د سيمې له کروندګرو سره کښېنې د وچکالۍ او غريبۍ څخه سر ټکوي او که له سوداګرو وپوښتې د امکاناتو نشتون او پر لارو شته ستونزو ته ګوته نيسي.

بصير احمد هر سهار له ارغنداب ولسوالۍ څخه تر کندهار ښار پورې په دې نيت راځي چې دلته خټکي او هندوانې وپلوري، خو نوموړي اطلاعات روز ته وویل، خاص په تاوان کې روان دی.

د خټکيو اوهندوانو دغه پلورنکی زیاتوي، چې د ګرمۍ د زیات والي له امله تازه میوه ژر خرابیږي نو، دوی اړ دي چې دغه میوه بیرته په خپله بيه وپلوري.

د ده په خبره، سږکال خټکي خپل سر لا نه‌ ورته جوړي او ډېر کله ورته خرابېږي، ځکه په وينا يې چې دا مېوه ډ ګرمۍ طاقت نه لري.

نوموړي زياته کړه، پروسږکال یې ډېره سودا کېدله او شاوخوا څو موټره خټکي او هندوانې يې پلورلې خو اوس په ټوله ورځ پنځه يا لس دانې نه ورته خرڅېږي.

د‌ی وايي، اوس مهال د خټکيو او هندوانو د خرابولي له کبله بیرته په تمام شوي نرخ پلوري.

هغه د نورو کسب کارانو په شان د تېلو له لوړو بيو خبره کوي ځکه په وينا يې کروندګر د خپلو ځمکو د خړوبولو له پاره برقي ماشينونو چالانوي.

د بصير احمد په وینا، کله چې له ولسواليو څخه تر ښار پورې پر خرابو او کنډو کپر سړکونو د خټکيو او هندوانو موټر تېرېږي نو خپل کيفيت له لاسه ورکوي او نرمېږي.

ده وویل: «پروسږکال موږ يو ټونس موټر خټکي په ۶زره کالدارې رانيول خو سږکال يو ټونس موټر خټکي په ۱۴زره رانيسو، دوه چنده فرق يې کړی ځکه اوبه نشته وچکالي ډیره ده او تېل ګران دي، د دامان، پنجوايي او ډنډ ولسوالۍ څخه چې خټکې ښار ته انتقالېږي ډېر مصرف پرې راځي.»

کندهار ښار کې د خټکیو او هندوانو پلورونکي وایي، سږګال د خټکیو د کمو حاصلاتو او د کرایو د لوړ والي له امله د خټکیو بیې لوړې شوي او عام خلک یې د پېرلو توان نه لري. انځور: اطلاعات روز

د کندهار په دامان، ارغستان، معروف، ډنډ، پنجوايي، سپين بولدک او خاکریز ولسواليو کې ډیر خټکي او هندوانې کرل کېږي، خو سږ کال یې د حاصلاتو مزه نه وه.

فضل امين چې په خپل شخصي موټر کې له ولسواليو څخه ښار ته خټکي راوړي اطلاعات روز ته یې وویل، د نورو کلونو په پرتله يې د کاروبار خوند‌ نشته او په خپل سر هندوانې او خټکي سودا کوي.

دی وايي، پر يوه خټکي باندې له لسو څخه تر شل افغانیو پورې ګټه اچوي، خو زياتوي چې پروسږکال يې همدا مهال پر هر خټکي له پنځوس بيا تر شپېته افغانیو پورې ګټه کوله.

د هر بزګر او عام وګړي په څير فضل امين هم دوهمه خبره د وچکالۍ او ګرانۍ وکړه ځکه په خبره يې، وچکالۍ او د تېلو ګراني یو آفت او د سړکونو خرابولی بل آفت دی.

عکس: اطلاعات روز کندهار

د هندوانو او خټکيو دغه پلورونکي زياته کړه، چې سږکال د پاکستان سربېره آن د کندهار چارچارپېره ولايتونو ته هم خټکي نه دي صادر شوي او يوازې دغلته په لوړه بيه پلورل کېږي.

فضل امين وويل:« پروسږکال به مو دغه وخت په يوه ورځ دوه موټره خټکي او هندوانې پلورلې خو سږکال په ټوله ورځ شل يا دېرش دانې پلورو، په هر موټرو کې موږ له دوه نيم سوه څخه ډېر خټکې راوړو، پخوا مو نورو دوکاندارانو ته لا خټکي ورکول خو سږکال یې موږ ته لا بل څوک راوړي.»

خلک بيا له خپلو ګڼو اقتصادي ستونزو په تنګ راغلي او د خټکيو خوړل اوس ورته ګران تمامېږي، د کندهار اوسېدونکی شمس الحق اطلاعات روز ته وويل، سږکال د خلکو اقتصاد حالت کمزوری شوی او د مېوې خوړلو وس نه لري.

دی زياتوي مخکې به يې خپل کور ته په هرو دوو ورځو کې مېوه وړله خو اوس يې په دوو اونیو کې نوم لا نه يادوي.

هغه وايي، د نورو کلونو په پرتله سږکال زراعتي حاصلات ډېر خراب شوي او بزګران هڅه کوي ترڅو روغې مېوې په ښه بيه بازار کې پر دوکاندارنو وپلوري.

د تازه مېوو د اتحاديې مسوولين او لوی سوداګر وايي، سږکال د خټکيو او هندوانو حاصلات د وچکالۍ د اغېزې له کبله تر ۵۰ سلنه ډېر کم شوي.

د دوی په وينا چې په روان کال کې له کندهار څخه بهر ته خټکي او هندوانې نه دي صادر شوي ځکه پر لاره پرې مصرف ډیر راځي او ګټه نه ورته کوي.

د کندهار ولايت د تازه مېوو د اتحاديې ریيس حاجي ناني آغا اطلاعات روز ته وویل، که څه هم د خټکيو حاصلات د نورو کلونو په پرتله کم دي خو په بيه کې يې کوم خاص بدلون نه ترسترګو کېږي.

نوموړی زیاتوي، پر خټکيو او هندوانو د نورو وختونو په نسبت کرایه ډېره راځي او ګټه يې معلومه نه ده نو ځکه چا نه دي صادر کړي.

کندهار کې د تازه میوو د اتحادیې مسوولیت وایي، سږکال بهر ته هندوانې او خټکي نه دي صادر شوي او په کور دننه هم چندانې ښه بازار نه لري. انځور: اطلاعات روز

د حاجي ناني آغا په خبره، مخکې به د کندهار له پنجوايي ولسوالۍ څخه بيا تر سپين بولدک پوري پر هر موټر پنځوس زره افغانۍ لګښت راته خو سږکال دغه شمېر يو لک او لس زرو ته پورته شوی، هغه څه چې نه د تازه میوو د سوداګرو او نه هم د پالېزونو د بزګرانو وس پرې رسېږي.

د نوموړي په وينا: «له افغانستان څخه بيا تر پاکستان پورې هغه مصرف چې زموږ پر محصولاتو راځي بېخي ډېر شوی يعنې تر حده اوښتی، له چمن څخه بيا تر اسلام اباد او لاهور پورې اوس د هر موټر پر سر څه کم پنځه لکه کالدارې د يوه موټر کرايه شوې، مخکې به له دوه نيم لکه څخه بيا تر درې نيم لکه کالدارې مصرف پرې راته.»

دغه راز کندهار کې د طالبانو د کرنې مالدارۍ او اوبو لګولو رياست مسوولين وایي، سږکال د پالېزي مېوو په حاصلاتو کې ۲۵ سلنه کمښت راغلی چې په کاپي اندازه اوبو شتون نه درلود او بارانونه نه دي شوي.

د کندهار د زراعت او مالدارۍ رياست د کرنې امر مولوي شمس الرحمن زیاتوي، که څه هم دوی له کروندګرو او باغ لرونکو سره تر خپل وس همکاري کړې خو وچکالۍ بيا هر له منځه وړي دي.

ده وويل، په روان کال کې کندهار ميشت د پالېزو کروندګرو پر ۱۲ هکټاره ځمکې هندوانې او خټکي کرلي خو په خبره يې چې تېر کال دغه شمېر تر پنځلس زره هکتاره پورې رسېده.

د شمس الرحمن په خبره، چې پروسږکال له کندهار څخه د ګاونډ پاکستان په ګډون هند او متحده عربي اماراتو ته ۱۷زره ټنه خټکي او هندوانې صادر شوي.

د کرنې د امر له قوله: «نو د پالېزو د کروندګرو حاصلات سږکال ځکه کم شول چې وچکالۍ ووهل او په ډېره کمه اندازه بارانونه پرې وشول، موږ د پالېزو کروندګرو ته سږکال ډېر څه ور زده کړل، د ډېرو کسانو کرل شوي پالېزونه وچ شول او تمې يې ورڅخه وختلې.»

د کندهار زیړ خټکي چې د افغانستان په ګډون نورې نړۍ کې د خپل خاص خوږوالي او خوند له امله ډېر مينه‌وال لري خو، د کم حاصل او د تیلو د لوړو بیو او درنې کرایې له امله سږ بهر ته صادر نشول.

د يادونې وړ ده چې نور کلونه به له کندهار څخه تازه مېوې د هوايي دهلیز له لارې ګاونډيو او نورو هېوادونو ته صادرېدل خو اوس د هوايي دهلیز چارې په ټپه ولاړې دي.