اطلاعات روز: پکتیکا کې ځایي سرچینې وایي، پاکستاني ځواکونو د دې ولایت برمل ولسوالۍ کې ډیورنډ فرضی کرښې ته څیرمه یو شپون په ډزو وژلی دی.
په دغه ولایت کې یوې ځايي سرچینې د نوم نه ښودلو په شرط اطلاعات روز ته وویل، چې دغه پېښه تېره ورځ (شنبه، ۱۵ د زمري) مازدیګر مهال د برمل ولسوالۍ اړوند «حرسین» په کلي کې رامنځته شوې ده.
د سرچینې په خبره چې د «عبدالقادر» په نامه وژل شوي شپون کرښې ته نږدې د څارویو په څرولو بوخت و، چې د پاکستان پوله ساتو ځواکونو له لوري ورباندې ډزې شوي او ځای پر ځای وژل شوی دی.
د سرچینې په حواله چې له دغه شپون سره ۸۰ څاروي هم و، چې پاکستاني پوځیانو له کرښې پورې غاړې اړولي دي.
تر اوسه د دې پېښې په اړه په پکتیکا ولایت کې د طالبانو امنیتي مسوولینو رسنیو ته څه نه دي ویلي.
دا په پکتیکا ولایت کې لومړۍ پېښه نه ده، چې فرضي کرښې ته نږدې د پاکستاني پوځیانو له لوري افغانان په نښه کیږي، بلکې له دې وړاندې هم ورته پېښې رامنځته شوې دي.