پکتیکا کې ماین چاودنې څلور کسان وژلي

اطلاعات روز: پکتیکا کې ځایي سرچینې وایي، د دې ولایت په برمل ولسوالۍ کې یو موټر په ځمکني ماین برابر شوی او څلور کسان پکې وژل شوي، چې ځینې کسان یې هوایي برید بولي.

سرچینې زیاتوي، دغه پېښه تېره شپه (یکشنبه، ۱۶ د زمري) شاوخوا ۸:۰۰ بجې د برمل ولسوالۍ په «شرکي» کلي کې رامنځته شوې او په یاد موټر کې سپاره څلور کسان وژل شوي دي.

تر اوسه د موټر نوعیت او په کې د وژل شویو کسانو په اړه معلومات نه دي ورکړل شوي چې دغه کسان څوک او چېرته روان و، خو ځینې سرچینې بیا وايي، چې شوی برید هوايي دی او پاکستاني طالبان پکې په نښه شوي دي.

د رامنځته شوې پېښې په اړه تر اوسه په پکتیکا ولایت کې د طالبانو امنیتي مسوولینو رسنیو ته څه نه دي ویلي.

وړمه ورځ هم په ځینو رسنیو کې داسې راپورونه خپاره شوي و، چې د غزني ولایت په اندړو ولسوالۍ کې هوايي برید شوی، خو د تلفاتو او هدف په اړه یې معلومات نه و شریک کړي.