پکتیا کې د دوو کورنیو ترمنځ خپلمنځي شخړه کې نهه کسانو ته مرګ ژوبله اوښتې

اطلاعات روز: په پکتیا ولایت کې ځايي سرچینې وايي، د دغه ولایت د زرمت ولسوالۍ په «کلالګو» سیمه کې د دوو کورنیو ترمنځ د خپلمنځي شخړې له امله یو کس وژل شوی او اته نور ټپیان دي.

یوې ځايي سرچینې اطلاعات روز ته وویل، چې یادو کورنیو نن سهار (سې شنبه، ۱۸ د زمري) شاوخوا ۱۱:۰۰ بجې د یوې حقوقي مسلې پر سر لفظي شخړه کړې وروسته تر فزیکي شخړې رسیدلې چې یو بل ته یې مرګ ژوبله اړولې ده.

د پکتیا ولایت د زرمت ولسوالۍ په ملکي روغتون کې یو روغتیاپال د نوم نه ښودلو په شرط اطلاعات روز ته په ټلیفوني خبرو کې وویل، چې دوی ته د پېښې له ځایه یو جسد او ۸ ټپیان ور وړل شوي، چې د پنځه تنو یې روغتیايي حالت نازک او د ښې درملنې لپاره د پکتیا حوزوي روغتون ته انتقال شوي دي.

په پکتیا ولایت د طالبانو امنیتي مسوولینو هم د پېښې پخلی کړی او ویلي یې دي، چې په دې اړه یې څېړنې پیل کړي دي.

ډېر کله په سویل ختیځ زون کې د ځمکې او نورو مسایلو پر سر قومي شخړې راپورته کیږي، چې ډیری یې له ځان سره مرګ ژوبله لري.