یو نسل چې رڼا ته هیله مند دی

اطلاعات روز: د کندهار ډنډ ولسوالۍ کې د دريو کليو نجونې او هلکان د ښوونځي نشتون له امله د خپل کلي په يواځیني جومات کې د شپې لخوا په تياره کې زده‌کړې کوي.

د دغه ماشومانو شمېر چې ۹۰ تنو ته رسېږي د شپې لخوا ورته د زده کړو ترسره کولو یوه وړه موقع په لاس ورغلې ده.

اقتصادي ستونزو د دوی پر ژوند مستقيمه اغېزه کړې خو همدې ماشومانو د يوه روښانه راتلونکي لپاره خپلې مبارزې ته د شپې په تياره کې ادامه ورکړې او د ښې راتلونکي له پاره هره شپه له خپل ښوونکي څخه نوي څه زده کوي.

دغلته راغلي ماشومان که څه هم په تياره کې تر يوه څراغ لاندې زده کړې کوي خو هر يو د يوه روښانه راتلونکي خوبونه ويني ځينې یې غواړي يو تکړه ډاکټر شي خو یو شمیر نور یې د يوه تکړه انجنير او معلم کېدو خوبونه ګوري.

د شپې په تیاره کې زده کړې او خپلو ارمانونو ته رسیدل. انځور: اطلاعات روز

زده کوونکي او د هغوی والدین څه غواړي؟

د خپل ټولګي په لومړي کتار کې ناستې لس کلنې ريحانې اطلاعات روز ته وويل، غواړي معلمه شي او د خپل ښوونکي په څېر د ټولنې ټولو وګړو ته خدمت وکړي.

له خبرو داسې ښکارېده چې په زړه کې ډېر ارمانونه لري خو د همدې ماشومې د هيلو پوره کول اوس يوازې د هغې د کورنۍ او لوړ پوړو طالب چارواکو په لاس کې دي.

هغې زیاته کړه، د طالبانو حکومت دې د نجونو پر مخ د ښوونځيو دروازې پرانيزي ترڅو تر دې مشرانې خويندې او نورې نجونې هم وکولای شي تر خپلو هيلو پورې ورسېږي.

ريحانې وويل: «زما پلار پاپړ خرڅوي او زه دلته سبق وايم، غواړم چې معلمه شم او د ټولنې د اصلاح لپاره کار وکړم.»

که څه هم د دغه ماشومانو عمرونه ډېر کم دي خو د ورځې په جريان کې تر کار کولو وروسته هره شپه دغه مسجد ته د زده کړو له پاره راځي.

دیارلس کلن خدای داد د هغو ماشومانو له جملې څخه دی چې د ورځې په جريان کې د يو دوکاندار شاګردي کوي او د شپې له خوا دلته زده کړې کوي.

له دغه زده کوونکو له ډلې یې یو شمیر د ورځې لخوا مزدوري ته ورځي او شپې لخوا زده کړې کوي. انځور: اطلاعات روز

هغه وايي، ډېر خوښ دی چې دلته ورته د زده‌کړو کولو زمينه ورته برابره شوې خو دی د نورو ماشومانو له والدينو څخه غوښتنه کوي ترڅو په خپلو اولادونو د روزانه کار پر ځای تعليم وکړي او وې هڅوي.

هغه وويل، کوم ماشومان چې په کوڅو او بانډو کې ګرځي بايد ټولو ته د تعليم زمينه برابره شي او تعليم کول پرې جبري شي.

د ده په وينا: «زموږ په کلي کې کوم ښوونځی نشته، موږ په کلي کې مکتب ته اړتيا لرو، او بايد مکتب راته جوړ شي، والدين بايد په خپلو ماشومانو روزانه ونکړي او مکتب کې يې واچوي.»

د دغه ټولګي يوې بلې زده‌کوونکې بي بي اسيه وايي، د طالبانو حکومت بايد نجونو ته د تعليم کولو اجازه ورکړي او تر دولسم ټولګي پورې ښوونځي د هغوی پر مخ پرانيزي.

دې ماشومې وويل غواړي چې په راتلونکي کې ورڅخه ډاکټره جوړه شي او له همدې لارې خپل هېواد ته خدمت وکړي.

هغې زیاته کړه: «حکومت بايد تر دولسم صنف او پوهنتون ته د نجونو ورتګ ته اجازه ورکړي، ځکه ټولې ښځې بايد ډاکټرانې او معلمانې شي او وطن ته کار وکړي نارينه ټول کارونه نه شي کولای او ښځو ته هم اړتيا شته چې درس ولولي او کار وکړي.»

په دغه سیمه کې د ډېری ماشومانو پلارونه په ورځني کارونو مصروف وي او ماشومان يې دلته د زده‌کړې له پاره راځي، عبدالقادر چې د موټرو مستري دی او دلته يې اوس خپله لور د درس ويلو له پاره شامله کړې اطلاعات روز ته وويل، په کلي کې ېې د تېرو شلو کلونو راهيسې هیڅ ښوونځی نه دی جوړ شوی.

دی وايي، د طالبانو له پوهنې وزارت څخه غوښتنه کوي ترڅو افغانستان کې نجونو ته د تعليم کولو اجازه ورکړي ترڅو نجونې هم زده کړې وکړي.

عبدالقادر زیاتوي، څرنګه چې هلکان تعليم کوي او ښوونځیو ته ځي همدغه ډول نجونې هم باید تعليم وکړي او اجازه ورکړل شي.

نوموړي زياته کړه، غواړي د تعليم په برخه کې له نړۍ سره ځان سيال کړي، ځکه په وينا يې تر څو به نورو هېوادونو ته افغانان محتاجه وي.

د دغه ماشومانو والدین وایي، طالبان باید د ټولو نجونو پرمخ ښوونځي پرانیزي ترڅو افغانان هم د نورې نړۍ سره سیال شي. انځور: اطلاعات روز

د ده په خبره: «زموږ نږدې ګاونډي هېوادونه‌ نه غواړي چې افغانستان پرمختګ وکړي موږ بايد له هغو سره ځان سيال کړو، هغوی زموږ په ښه نه دي خوشاله ولاکه خوشاله وي، که همداسې بې تعليمه پاتې شو هر څوک هر ډول ګټه راڅخه اخلي، بې تعلیمه انسان داسې دی له مړ شوی څراغ، که تعليم ولري لکه روښانه څراغ داسې وي.»

چا دغه زمینه برابره کړې؟

عبدالنافع آفتاب بیا هغه څوک دی چې دغه جومات کې د خپلې سیمې هلکانو او نجونو ته یې د زده کړو زمینه برابره کړې. هغه اطلاعات روز ته وویل، اوس مهال ورسره شاوخوا ۹۰ تنه نجونې او هلکان په زده‌کړو بوخت دي چې ۴۰ یې نجونې او ۵۰ هلکان دي.

نوموړی وايي، د دې دریو کلیو ماشومانو له ډلې یې ځینې د ورځې لخوا د بې وزلۍ له امله په مستري خانو، دوکانونو، او ناوایانو کې کار کوي.

هغه زیاتوي، کوم ماشومان چې د‌ده تر لاس لاندې زده‌کړې کوي ډېر بې وسه او غريبان دي نو ځکه په وړيا ډول تدريس ورته کوي.

د مالي ملاتړ په اړه آفتاب زياته کړه، چې د اوس له پاره کوم چا ورسره مرسته نه ده کړې خو د څو تنو له خوا ورته د همکارۍ ډاډ ورکول شوی دی.

د دغه ښوونکي په وینا، د ماشومانو اقتصادي حالت ته په کتو له بازار څخه کتابونه، کتابچې او قلمونه رانيسي او وروسته يې دلته غریبو ماشومانو ته په وړيا دول وېشي خو دی وايي، کوم تنکي زده‌کوونکي چې دلته په تعليم لګیا وي او اقتصادي وضعيت يې ښه وي نو تر بازار ارزانه په ډېره ټيټه بيه پر هغو قلم او کتابچې پلوري.

د آفتاب په خبره، کوم کسان چې له ماشومانو سره مرستې کوي نو د‌ده له خوا هغوی ته يادونه شوې تر څو دغه مرستې د تحفې په نوم تر زده‌کوونکو ورسېږي تر څو ماشومان د مفت اموخته کېدو پر ځای تشويق شي.

د عبدالنافع افتاب په نامه یوه ښوونکي د خپل کلي ماشومانو ته دغه زمینه برابره کړې، دی وایي، ماشومان باید د زده کړو بې برخې پاتې نشي. انځور: اطلاعت روز

د اوس لپاره د‌ همدې ښوونځي په يوازني ټولګي کې د لومړي صنف د کتابونو ترڅنګ د پښتو او انګليسي ژبې تدريس ورکول کېږي.

آفتاب وویل: «زما له ټولو ځوانانو او افغانانو څخه غوښتنه دا ده چې هر څوک بايد په خپل کلي کې دغه ډول يو صنف فعاله کړي، په کوټه کې بايد درس ورته ووایي، موږ اول د سړک پر سر ماشومانو ته درسونه ويل اوس مو خپل ټولګی مسجد ته انتقال کړ او همدلته تعليم ورکوو.»

کندهار کې د طالبانو د پوهنې ریاست او د نظر خاوندان په دې اړه څه وایي؟

اوس مهال کندهار کې د قلم لار ګرځنده ښوونځي تر څنګ تر لسو ډېرو ځوانانو د خپل کلي ماشومانو ته د زده کړې زمينه برابره کړې او په وړيا ډول تدريس ورکوي.

دغه راز په همدې ولايت کې د طالبانو د معارف رياست زياتوي چې اوس مهال لسګونه نور وړيا ټولګي د همکاره موسېساتو له لوري جوړ شوي او لا هم کار پرې روان دی.

د معارف رياست په خبره، چې يوازې تر څلوره سوه ډېر محلي ټولګي د يونيسف موسېسې له لوري د کندهار په لېرې پرتو ولسواليو کې د ماشومانو د زده کړو لپاره جوړ شوي دي.

کندهار کې د موسېساتو له لوري جوړ شوی ښوونځی، چې یوه کوچنۍ نجلۍ پکې خپلو ټولګیوالو ته درس تکراروي. انځور: اطلاعات روز ته رالیږل شوی

کندهار کې د طالبانو د پوهنې رياست وياند عبدالرحمن قسمت وويل، پخوا ته په کتو سره اوس مهال د محلي ټولګيو په شمېر کې ډېروالی راغلی دی.

دی وايې، کوم زحمتونه چې د همدې ټولګيو ښوونکو پر ځان راوستي ملاتړ يې کوي او د تشويق او لاسنیوي له پاره به يې هڅې ترسره شي.

په تعليمي چارو کې د نظر خاوند منیر احمد قانع اطلاعات روز ته وویل، د دغه ډول ټولګیو او ښوونځیو جوړېدل د ماشومانو پر ژوند او زده‌کړو ډېره اغېزه کوي او د يو روښانه راتلونکي لپاره د هغوی هيله زياتوي.

قانع وويل، د هېواد په اوسنيو شرايطو کې که څه هم د زده‌کړو کول څه ناڅه ستونزمن شوي خو په وينا يې چې د وخت په تېرېدو سره به دا هر څه تغير وکړي.

نموړی وايي، که د طالبانو حکومت د افغان ماشومانو پوره ملاتړ وکړي او تر دولسم ټولګي پورې نجونو ته د زده‌کړو اجازه ورکړي نو کومې ناخوالې چې اوس مهال ډېرې کورنۍ ورسره لاس او ګریوان دې ټولې به ورکې شي.

هغه له ټولو کورنيو څخه وغوښتل ترڅو خپل ماشومان درس لوستلو ته وهڅوي او په هره برخه کې يې پوره ملاتړ وکړي.

یاده دې وي چې تر دې وړاندې په همدې دريو کليو کې ماشومانو ته تراوسه د حکومت او همکارو سازمانونو له لوري هيڅ کوم ښوونځی نه دی جوړ شوی او ماشومان يې د تعليم له پاره نورو لېریو پرتو سيمو ته د زده‌کړو لپاره تلل.