په لېرې پرتو ولسوالیو کې هېر شوي زابلیان

اطلاعات روز: د زابل د لېرې پرتو ولسوالیو اوسیدونکي لا هم خپل ناروغان د یوې عادي ناروغۍ د درملنې په موخه د دغه ولایت مرکز قلات او یا هم کندهار ولایت ته رسوي ترڅو درملنه یې وشي.

خو د دې ولايت د عامې روغتيا رياست چارواکي زياتوي چې په ټولو ولسواليو کې يې خلکو ته روغتيايي خدمات چمتو کړي او لا هم پرې کار روان دی.

زابل د هېواد يو له هغو ولايتونو څخه دی چې د تېر جمهوري نظام پرمهال ورته په لسګونه ميليونه ډالر د روغتيايي مرکزونو د جوړېدو له پاره راغلي خو تر ډېره دغه پيسې بېرته د زورواکو او مسوول کسانو جيبونو ته لوېدلي دي.

هغه څه چې د دې ولايت اوسېدونکي يې تل غوښتنه کوي د روغتيایي مرکزونو جوړېدل دي.

په تېرو کلونو کې ډېرې داسې پېښې ثبت شوي چې د ناروغانو موټر د لارې په اوږدو کې پر ښخ شوي ماين برابر شوي او د درملنې پرځای یې په نیمه لاره کې ژوند له لاسه ورکړی دی.

د زابل د یوې لېرې پرتې سیمې څخه راغلی ناروغ چې د زابل په مرکزي روغتون کې یې درملنه کيږي. انځور: اطلاعات روز

ډېری هغه کورنۍ چې له غربت سره مخ دي او د زابل مرکز او يا کوم بل ولايت ته د خپلو ناروغانو د انتقالولو وس نه لري، ناروغانو يې کورونو کې ژوند له لاسه ورکوي.

هغه ناروغان چې د زابل ولايتي روغتون ته راغلي وايي، په ولسوالیو کې هېڅ ډول روغتيايي خدماتو ته لاس رسی نه لري.

ناروغان او د هغوئ د کورنۍ غړي څه وايي؟

محمد اسلم يو له هغو کسانو څخه دی چې خپل ناروغ يې له لېرې پرتې اټغر ولسوالۍ څخه ښار ته د درملنې په مخه راوستلی دی.

هغه اطلاعات روز ته وويل، په ولسوالۍ کې يې ډېرې روغتیايي ستونزې شتون لري، چې یو له هغې څځه یې د روغتیايي مرکزونو کموالی دی.

د محمد اسلم په خبره کومو روغتيایي خدمتونو ته چې د همدې ولسوالۍ خلک جدي اړتیا لاس رسی ورنه نه کېږي او خلک خپل ناروغان که د هر عمر وي د درملنې له پاره ښار ته انتقالوي.

دی زياتوي، په ټولې اټغر ولسوالۍ کې يو داسې روغتيايي مرکز شتون نه لري چې هلته د ناروغانو عمليات ترسره شي ځکه په وينا يې چې د خپل کور ميرمنې د ماشوم د زېږون پرمهال مرکز ته بیايي.

د زابل په لېرې پرتو سیمو کې روغتیايي مرکزونه دومره امکانات نه لري چې د یوه ناروغ عادي عملیات ترسره کړي. انځور: اطلاعات روز

له خپل ناروغ سره د زابل ولايتي روغتون ته راغلي کس زیاته کړه، کوم درمل چې دوی ورته ډېره اړتيا لري د ولسوالۍ په کلينکونو کې نه پيدا کېږي او که پيدا شي نو هغه په ډیره لوړه بيه پلوري چې د خلکو توان څخه بهر خبره ده.

د ده په خبره، د ډېرو ولسواليو روغتيايي مرکزونه د کولرا ناروغۍ له پاره هم بشپړ امکانات او درمل په لاس کې نه لري ترڅو د ناروغانو درملنه پرې وکړي.

محمد اسلم وویل: «غوښتنه مو دغه ده چې موږ بايد په هرې سيمې کې کلينيکونه ولرو، ډاکتران، نرسان او قابلې بايد ولرو، درمل بايد ولرو، ځينې وختونه خپلې ميرمنې موږ د ماشوم د يوې ساده ناروغۍ له وجې ښار ته د درملنې له پاره راولو، په ولسوالۍ کې مو د اړتیا وړ درمل نشته.»

د دې ولايت اوسېدونکو ته چې کله په کور کې عاجل ناروغان پېدا شي نو اړ دې ترڅو د یوې عادي ناروغۍ د درملنې له پاره یې ولايتي روغتون ته ورسوي.

سيد نور د سيد جان کلي اوسېدونکی دی، خپله ناروغه يې دولتي روغتون ته راوستلی، نوموړي وایي، هر کله یې چې کور کې څوک ناروغ شي نو ولایتي روغتون ته يې بيايي.

سيد نور زیاتوي، په کلي کې یې د خرابو اوبو له امله د کولرا ناروغۍ ډېره شوې او ګڼ شمېر ستونزې يې زېږولي دي.

د زابل په مرکزي روغتون کې یوه مور د خپلې لور څارنه کوي چې د خپل کلي څځه یې په ډیر سخت حالت کې تر دې ځایه رارسولې ده. انځور: اطلاعات رزو

د ده په خبره، خراب اقتصادي وضعيت یې اجازه نه ورکوي ترڅو خصوصي روغتونونو ته لاړ شي او هلته خپل د ناروغانو درملنه وکړي نو ځکه تل دولتي روغتون ته مراجعه کوي.

سيد نور زیاته کړه، په خپل کلي کې روغتون او روغتيايي مرکز ته ډېره اړتيا لري او تر اوسه کومه خاصه پاملرنه ورته نه ده شوې.

د ده په وينا چې کله ښځينه ناروغه ولري نو په کلي کې يې د روغتيايي مرکز نشتوالي له کبله په ډېر ستونزمن حالت کې ولايتي روغتون ته انتقالوي.

هغه وایي، سربیره پر اقتصادي او روغتیایي ستونزو یې د کلیو او ښار ترمنځ غځېدلی سړک هم خراب دی او عاجل ناروغ تر روغتيايي مرکزونو نه شي رسولی.

د هغه له قوله: «په کلي کې شفاخانه او کلينيک نه لرو خپل د کور ښځينه ناروغان او ماشوم په ډېر ستونزمن حالت کې ولايتي روغتون ته بيايو، لارې او سړکونه خراب دي، په توره شپه کې حيران پاتې يو چې ناروغ مو څنګه تر شفاخانې پورې ورسوو، موټر نه وي، موږ په کلي کې ځمکه لرو، هر څه امکانات برابر دې ماسي دې ډاکتران او قابلې راته واستوي.»

زابل کې د طالبانو د روغتیا برخې مسوولين څه وايي؟

د زابل ولايت د روغتيا ریيس ډاکټر عبدالحکیم حکيمي اطلاعات روز ته وويل، اوس مهال په ډېرو ولسواليو کې روغتيايي خدمتونه چمتو شوي او په کومو ولسواليو کې چې خلک روغتيايي مرکزونو ته لاس رسی نه لري هلته پر پلان کار روان دی.

هغه وويل، اوس يې هڅې پيل کړي ترڅو په هغه ولسواليو کې چې څوک روغتيايي مرکزونو ته لاس رسی نه لري ورته ګرځنده روغتيايي خدمتونه وړاندې کړي څو په ورځني ډول د کليوالو درملنه وکړي.

د زابل د عامې روغتيا ریيس زياتوي چې د نظارت کولو، پلان جوړونې او تفتیش ټيمونه يې چمتو کړي ترڅو په هغو ټولو ولسواليو کې چې روغتيايي مرکزونه شتون نه لري پرانيزي.

د نوموړي په خبره چې اوس وخت د هرې ورځې په جريان کې له ۱۲۰۰ تنو څخه زيات ناروغان د زابل ولايتي روغتون ته مراجعه کوي او تقريباً د ټولو درملنه کوي.

هغه وايي، اوس په څو ولسواليو کې دولتي روغتونونه شتون لري او په کومو ولسواليو کې چې روغتون نشته هلته واړه روغتيايي مرکزونه جوړ شوي.

ډاکټر حکيمي وويل، په زابل ولايت کې اوس مهال ۱۱۰ روغتيايي مرکزونه شتون لري چې له هغې جملې ۳ غټ دولتي روغتونونه فعاليت کوي او دوه نور د فعالېدو په حال کې دې.

د‌هغه په خبره، په دې ولایت کې دوه شخصي روغتونونه هم فعالیت کوي.

د نوموړي په وينا: «اوس مهال زابل کې ولایت کې د نس ناستې نارغۍ زیاته د خپریدو په حال کې ده، په زرګونه پېښې يې ثبت شوي او لا هم هره ورځ ثبتېږي، کوښښ کو، چې له خپلو ډونرانو سره په ګډه يې مخنيوی وکړو.»

دغه راز په دې ولایت کې روغتیايي کارپوهان په دې باور دي چې بايد ټولو پرتو ولسواليو ته روغتيايي خدمتونه ورسېږي.

ډاکټر محمد رسول وایي، تر ډېره پورې اوس په ولسواليو کې روغتيايي خدمتونه ترپخوا ښه شوي او لا نور کار ته اړتيا لري.

دغه ډاکټر زیاتوي، که په ټولو ولسواليو او کليو کې خلک روغتيايي مرکزونو ته لاس رسی ولري نو کومې پېښې چې د ساري امراضو له وجې رامنځته کېږي مخنيوی به يې شوی وي.

په دې وروستیو کې زابل ولایت کې د کولرا پیښې زیاتې شوي چې ځایي ډاکټران یې د نس ناستې ناروغۍ بولي. انځور: ټولنیزې رسنۍ

ده وويل، اوس وخت زابل کې روغتيايي خدمتونو ته د خلکو اړتيا ډېره ده خو ډېرې ستونزې لا هم پر خپل ځای پاتې دي.

د دغه ډاکټر په وينا چې د عامې روغتیا رياست او همکارې موسېسې بايد د ساري ناروغیو په هکله خلکو ته عامه پوهاوی ورکړي تر څو ګراف يې ټيټ شي.

ډاکټر محمد رسول زياته کړه، اوس چې په دغه ولايت کې د کولرا يا شديدې نس ناستې کومې پېښې ثبت شوي ټولې د ناپاکو اوبو او خوراکي توکو له کبله رامنځته شوي دي.

د هغه له قوله: «عام وګړو ته د امکان تر حده بايد امکانات برابر شي تر څو له بېلابېلو ستونزو او ناروغیو څخه په امن کې پاتې شي، زما په نظر کار ته لا ډېره اړتيا شته او په هرې سيمې کې بايد روغتيایي چوپرتياوې خلکو ته برابرې شي.»

دی وايي، ټول خلک بايد له ساري او غيرې ساري ناروغیو سره احتياط وکړي.

د زابل ولایت خلک په داسې حال کې د طالبانو د سرپرست حکومت څخه د روغتیایي خدمتونو غوښتنه کوی چې د دې ولایت په یو شمیر سیمو کې د عادي ناروغیو له امله خلکو خپل ژوند له لاسه ورکړی دی.