شري ناروغۍ کندهار کې د ۲۹ ماشومانو ژوند اخیستی

اطلاعات روز: کندهار کې د ميرويس حوزوي روغتون ډاکټران په دې ولایت کې د شري نارغۍ له امله د ۲۹ ماشومانو د مړه کیدو خبر ورکوي.

د دغه روغتون د ماشومانو د برخې مشر ډاکټر محمد صديق وايي، دغه ۲۹ تنه ماشومانو په تېرو دریو میاشتو کې د شري ناروغۍ له امله ژوند له لاسه ورکړي چې د بدن مقاومت یې کمزوری شوی وو.

نوموړی زیاتوي، د روان کال په تېرو دریو میاشتو (غویي، غبرګولي او چنګاښ) کې یاد روغتون ته ۴۸۷ په شري اخته ماشومان ور وړل شوي دي.

د ده په وينا چې د هوا ګرموالی او د اکسيجن کموالی د دې سبب شوی چې په دغې ناروغۍ ډېر ماشومان اخته شي چې ۲۹ تنو یې ژوند له لاسه ورکړی دی.

ډاکټر صديق د نورو لاملونو ترڅنګ يو لامل دا هم په ګوته کړ چې ډېری کورنۍ په شري اخته ناروغ ماشومان پر وخت روغتون ته نه انتقالوي.

د ده په خبره: «تر دې وړاندې په تېرو مياشتو کې هم لسو ماشومانو خپل ژوند د شري ناروغۍ له کبله له لاسه ورکړی و، بايد هر څوک په شري اخته ماشومان ژر تر ژره روغتون ته ولېږدوي او درملنه يې وکړي.»

د يادونې وړ ده چې کندهار کې په دې وروستيو کې د شري ناروغۍ له امله د اخته ماشومانو شمېر ډېر شوی.

روغتیاپالان  له خلکو غوښتنه کوي چې خپل ناروغ ماشومان ژر تر ژره روغتیايي مرکزونو ته یوسي او درملنه یې وکړي.