پټې وژنې؛ جلال اباد ښار کې د شپږو  کسانو مړي موندل شوي

اطلاعات روز: ننګرهار کې ځایي سرچینې وایي، چې د دې ولایت مرکز جلال اباد ښار شپږمه ناحیه کې شپږ کسان په مرموز ډول وژل شوي دي.

یوه عیني شاهد چې نه یې غوښتل نوم یې یاد شي اطلاعات روز ورځپاڼې ته وویل، چې نن سهار (یکشنبه، ۲۳ د زمري)  د جلال اباد ښار د شپږمې ناحيې اړوند «خالص فامیلو» سیمه کې د شپږ کسانو جسدونه موندل شوي دي.

سرچینه زیاتوي، د سړک په سر شپږ جسدونه پراته وو او طالب ځواکونو يې نه چاته د انتقال او نه هم د عکس اخېستو اجازه ورکوله.

تراوسه د یادې پېښې مسوولیت چا نه دی منلی او نه هم ننګرهار کې طالب چارواکو په دې اړه رسنیو څه ویلي دي.

له دې وړاندې هم په یاده سیمه کې د یو شمیر کسانو مړي موندل شوي خو طالب چارواکو یې په اړه رسنیو ته د معلوماتو ورکولو ډډه کړې.