ارزګان کې د سیلابونو له امله یو ماشوم مړ شوی او یو سپین ږیری نادرک دی

اطلاعات روز: ارزګان کې د طالبانو سيمه ييز مسوولين وايي، د دغه ولايت په خاص ارزګان ولسوالۍ کې د راوتلو سيلابونو له امله يو ماشوم مړ شوی او يو بل د پاخه عمر کس نادرکه دی.

د ارزګان ولايت لپاره د طالبانو د طبیعي پيښو پر وړاندې د مبارزې ریيس حاجي خالد وايي، له تيرو دوو ورځو (۲۲ او ۲۳ د زمري) راهیسې د ارزګان په بېلابېلو سيمو کې سيلابونه راوتلي چې له امله يې ځاني او مالي زيانونه اړولي دي.

نوموړی زیاتوي، سیلابونو د يوه روغتيايي مرکز ۳موټر وړي او د ملکي خلکو زيات کورونه يې هم تخريب کړي دي.

د هغه په خبره:«ماته چې راپور راغلی په خاص ارزګان ولسوالۍ کې درې موټر او يو ماشوم اوبو وړي، يو سپين ږيري نادرکه دی او ډیر مالي زيانونه يې اړولي دي.»

دارزګان ترڅنګ د هیواد په ګڼو نورو ولايتونو کې هم له تيرو څو ورځو راهیسې يو ځل بیا سيلابونه راوتلي چې خلکو ته يې مالي او ځاني زيانونه اړولي دي.