انځور: د مقاومت جبهه

د «مقاومت جبهه»: پنجشیر کې مو ۴۰ طالبان اسیر ونیول

اطلاعات روز: د احمد مسعود په مشرۍ د «مقاومت جبهه» ادعا کوي چې د دې جبهې غړو د پنجشیر د عناب ولسوالۍ په ارزو دره کې د یو لړ عملیاتو په ترڅ کې د طالب ځواکونو ۴۰ غړي اسیر کړي دي.

د «مقاومت جبهې» ویاند صبغت الله احمدي نن (دوشنبه، ۲۴ د زمري) په خپله فیسبوک پاڼه لیکلي چې د دغې جبهې لخوا څلور طالبان وژل شوي او درې نور ټپیان دي.

پنجشیر کې د طالبانو سیمه ییزو چارواکو تر اوسه په دې اړه څه نه دي ویلي.

څه موده وړاندې د «مقاومت جبهې» په ارزو دره کې د طالبانو یوه چورلکه ویشتلې وه او پکې ناست کسان یې اسیر کړي وو.

دا دره تر دې وړاندې هم څو ځلي د طالبانو او «مقاومت جبهې» ترمنځ د جګړو شاهده وه.

تر دې مخکې په پنجشیر کې ځایي سرچینو خبر ورکړی و، چې په تېرو ۲۴ ساعتونو کې د دغه ولایت دره، آبشار، رُخه او پریان ولسوالیو ځینې سیمې د «مقاومت جبهې» او طالب ځواکونو ترمنځ د نښتو شاهدې وې.

ورته مهال سیمه ییزې سرچینې ادعا کوي، چې د «مقاومت جبهې» د دره ولسوالۍ په جګړه کې وړاندې تګ کړی دی.

د سرچينو د معلوماتو له مخې، د «مقاومت جبهې» ځواکونو د دره ولسوالۍ د «خواجه عبدالله خېلو» له سيمې طالبان په شا تمبولي دي.

سرچینې اطلاعات روز ته وایي، چې د سېلابونو راوتلو له امله په دره ولسوالۍ کې د طالبانو اکمالاتي لار پرې شوې او دغه ډله نه ده توانېدلې، چې نور ځواکونه هلته ولېږدوي.