انځور: ټولنیزې رسنۍ

لغمان کې سیلابونو یو ماشوم او دوې میرمنې وژلي

اطلاعات روز: لغمان کې د طالبانو سیمه ییز چارواکي خبر ورکوي، چې په دې ولایت کې د راوتلو سیلابونو له امله یو ماشوم او دوې میرمنې وژل شوي دي.

د لغمان لپاره د طالبانو د پېښو پر وړاندې د مبارزې رییس عبيد الله الکوزي نن اطلاعات روز ورځپاڼې ته وویل، چې تیره شپه (چهارشنبه، ۲۶ د زمري)  د لغمان دولت شاه، اليشنګ او الينګار ولسواليو کې دشديدو بارانونو له امله یو ماشوم او دوه میرمنې وژل شوي او همدارنګه ځایي خلکو ته درانه مالي زیانونه اوښتي دي.

نوموړی وایي، چې په بېګانیو سیلابونو کې پر ځاني زیان سربېره سړکونه، پلونه، کورونه، ژرندې او زراعتي ځمکې ویجاړې او تخریب شوي دي.

هغه له مرستندویه موسېساتو غوښتي چې سیمې ته ژر تر ژره بېړنۍ مرستې ورسوي او دغه راز یې په  حکومتي اړوندو ادارو هم غږ کړی، چې د سیمې له خلکو سره د مرستې سربېره د سړکونو، پلونو او پلچکونو د بیا رغونې له پاره لاس په کار شي. 

روانه اونۍ د افغانستان په بېلابېلو ولایتونو کې سیلابونو لسګونه کسان مړه او زخمیان کړي، زرګونه کورونه یې ویجاړ کړي او لسګونه زره جریبه زراعتي ځمکې یې تخریب کړې ده.