انځور: ټولنیزې رسنۍ

د کندهارغونډه؛ متقي:«همدا مو ولسي مشروعیت دی چې ۱۱ ورځو کې مو ټول هیواد ونیوه»

اطلاعات روز: کندهار کې د طالبانو له لورې رابلل شوې لویې غونډې ته د دې ډلې د بهرنیو چارو سرپرست وزیر امیر خان متقي ویلي چې د طالبانو ولسي مشروعیت له دې څرګندیږي چې ۱۱ ورځو کې یې ټول هیواد ونیوه.

نموړي نن (پنج‌شنبه، ۲۷ د زمري) په خپلو خبرو کې وویل: « همدا مو ولسي مشروعیت دی چې یولس ورځو کې مو ټول هیواد ونیوه، د نړۍ سره مثبت تعامل غواړو خو، له دوی هم دا هیله لرو چې افغانان پریږدي چې د خپلې خوښې ژوند ولري.»

متقي زیاته کړه چې یو شمیر هیوادونه د ځینو نورو هیوادونو غږ ته په تمه دي چې طالبان په رسمیت وپیژني خو، په اصل کې د هغه اشاره دې ته وه چې د نړۍ د ځینې هیوادونو له ډاره یو شمیر هیوادونه د رسمیت پیژندنې غږ نه کوي.

نوموړی پاکستان ته په اشاره سره وویل، که يې دغه هېواد ته اجازه ورکړې چې د افغانستان له لارې خپل اموال نورو اسيايي هېوادونو ته ورسوي نو دوی هم کولای شي خپل مالونه تر هندوستان پورې يوسي.

د ده په وینا، د تجارانو له پاره يې د پانګونې ښه زمينه برابره کړې او اوس مهال له هېڅ چا څخه بې ځايه پيسې نه اخيستل کېږي.

امير خان متقي زياته کړه چې د هېواد اوسنی حالت د ټولو هېوادونو په ګټه دی او له دغه ځای څخه به هيڅ هېواد ته ګواښ پېښ نه شي.

نوموړي په خپلو خبرو کې يو ځل بيا ټينګار وکړ چې له ټولو هېوادونو سره مثبتې اړيکې غواړي او په دې برخه کې به خپلو هڅو ته دوام ورکړي.

یاده دې وي چې دغه غونډې ته د طالبانو له لوري شاوخوا درې زره ګډون وال رابلل شوي دي.