انځور: اطلاعات روز ته استول شوی

د ننګرهار د زیتونو سږنی عاید ۶۱ ميليونه افغانۍ اټکل شوی

اطلاعات روز: د ننګرهار د کانال مسوولین وایي، اټکل کوي چې سږکال به د دې ولایت د زیتونو له باغونو څخه ۶۱ میلیونه افغانۍ عواید ترلاسه کړي.

د یاد ریاست د چارواکو د معلوماتو له مخې، سږکال د زيتونو ۱۲۲ زره لېتره تېل پروسېس شوي، چې د تېلو او اچارو څخه به ۶۱ ميليونه افغانۍ عوايد ترلاسه شي.

د ننګرهار کانال ریاست څخه رسنیو ته په استول شوې خبرپاڼه کې ویل شوي، چې اوسمهال د دې ولایت په مختلفو برخو کې په ۱۷۲۰ هکتاره ځمکه د زیتونو بوټي کینول شوي او د عواید د زیاتوالي لامل یې د زیتونو باغونو ته زراعتي خدمات او د تازه کرل شویو بوټو په حاصل راتلل یادوي.

خبرپاڼې زیاته کړې د تیرو جګړو پرمهال د زیتونو باغونو هم زیان لیدلی چې د زیتونو شاوخوا ۱۳۸۰ هکتاره ځمکه له منځه تللې،چې د بیا رغیدو لپاره یې ځانګړي پلانونه په پام کې لري.

په همدې حال کې د زیتونو په باغونو کې په کار بوخت بڼوال عبدالله او نور شاه د زیتونو سږنیو عوایدو ته خوښ دي، خو شکایت کوي چې ډیر کله د ځایي خلکو او مسوولو ادارو دنه پاملرنې او د لازمو امکاناتو د نشتوالي له امله د زیتونو ونې تخریبیږي.

هغه وویل: «سږکال چې د زیتونو حاصل او همدارنګه له درکه یې عواید زیات شوي مونږ ډیر خوشاله یو، خو غوښتنه کوو چې وسایل باید مونږ ته په واک کې راکړل شی او همدارنګه دې د باغونو ساتنې ته هم ځانګړي کسان وګماري؛ چې د تخریب مخنیوی یې وشي او دا باغونه ثمر ته ورسیږي.»

دکانال ریاست مسوولین وایي، کلونه وړاندې یې په ۳۱۰۰ هکتاره ځمکه زیتون کرلي وو، چې د جګړو پر مهال یې سلګونه هکتاره له منځه تللي او اوسمهال یې ۱۷۲۰ هکتاره ځمکه زیتون پاتې دي چې د تخریب دمخنیوي لپاره ېې پر لارو چارو غور کوي.