وروستيو سېلابونو کندهار کې شاوخوا ۳۵۰ کورونه او باغونه له منځه وړي

اطلاعات روز: کندهار کې د طالبانو ولايتي مسوولين وايي، په دې ولایت کې د‌ وروستیو سیلابونو له امله شاوخوا ۳۵۰ د استوګنې کورونه او باغونه له منځه تللي دي.

د کندهار له پاره د طالبانو د والي وياند حاجي زيد اطلاعات روز ته وويل، د وروستيو سېلابونه له امله يو ماشوم هلک مړ شوی او درې تنه نور ټپیان دي.

نوموړی زیاتوي، تېره ورځ (یکشنبه، ۳۰ د زمري) د ښورابک ولسوالۍ د «بدرزو» په نوم کلی او کلينيک د سېلابونو اوبو له منځه وړی خو په کلي کې چا ته مرګ ژوبله نه ده اوښتې او ټول ژغورل شوي.

د حاجي زيد په خبره، چې سېلابونو د کندهار په یو شمیر نورو ولسواليو کې شاوخوا ۲۰۰ د استوګنې کورونه نړولي او ۱۵۰ باغونه يې لاندې کړي دي.

هغه وايي، سیلابونه د کندهار د مرکز په ګډون په ارغنداب، ميانشين، معروف، ارغستان، سپين بولدک، ښورابک، تخته پل، کښته او لوړشاوليکوټ ولسواليو کې راوتلي او په ميليونونه افغانۍ مالي زيانونه يې اړولي دي.

د هغه په خبره چې د طالبانو ولايتي مسوولينو له سېلاب ځپلو سره په لکونه افغانۍ نغدې مرسته کړې خو د موسېساتو له لوري تراوسه کومه مرسته نده شوې.

په همدې حال د کندهار په ولسواليو کې میشت سېلاب ځپلي وايي، کورونه يې وران شوي او ډېرو مرستو ته اړتيا لري.

هغوی له نړيوالو مرستندويه سازمانونو غوښتنه کوي ترڅو ورسره کومک وکړي او کورونه يې له سره ورته ورغوي.

سیلابونو نه یوازې کندهار کې بلکې د هیواد په ګن ولایتونو کې خلکو ته درانه مالي او ځاني زیانونه اړولي دي.