اطلاعات روز: د ملګرو ملتونو د امنیت شورا غړي لا هم د ځینو طالب چارواکو پر سفر د بندیز عځولو په دریځ کې موافقې ته نه دي رسېدلي.
د فرانسې خبري اژانس د ډیپلوماتیکو سرچینو له قوله ویلي چې د امنیت شورا غړو د دوشنبې ورځ (۳۱ د زمري) غونډه کې د طالبانو د سفر د معافیت په اړه ویشلي و.
د امنیت شورا د ۲۰۱۱ پریکړه لیک له مخې، د طالبانو ۱۳۵ غړي د سفر بندیز او د شتمنیو کنګل کیدو په لیست کې شامل وو؛ خو د دې ډلې ځینې مشران د سفر معافیت څخه برخورداره وو.
د ملګرو ملتونو امنیت شورا د جون په میاشت کې د ۱۳ طالب چارواکو سفري معافیت د دوو میاشتو لپاره وغځوه؛ خو له دې ډلې د پوهنې او لوړو زده کړو وزارت د دوو چارواکو د سفر معافیت ځکه و نه غځیده چې یادو چارواکو پر نجونو د زده کړو برخه کې محدودیتونه وضعه کړي وو.
د دغو ۱۳ چارواکو سفري معافت هم د تېرې جمعې په ورځ وروسته له هغه پای ته ورسېد چې ایرلینډ د اتوماتیک تمدید سره مخالفت وښوده.
د ډیپلوماتیکو سرچینو په وینا، یو شمیر لویدیځ هیوادونه غواړي چې د هغو طالب چارواکو نوملړ را کم کړي چې سفري معافیت درلودونکي دي.
دغه هېوادونه وايي، طالبانو د بشري حقونو د ساتنې او له ترهګرۍ سره د مبارزې په برخه کې خپل مسوولیتونه نه دي پوره کړي.
ورته مهال چین او روسیه د امریکایي او اروپایي مشرانو سره یو خوله نه دي او د معافیت د منظم نوي کیدو ملاتړ کوي.
طالبانو هم ویلي، چې پر دوی بندیزونه د دوحی تړون خلاف ګام دی او باید له بندیزونو د فشار د وسیلې په توګه کار وانه خیستل شي.